افغان کرېکټ لوبډله له شهزاد او حمید پرته ویسټ انډیز ته ځي

د عکس سرچینه، .
افغان کرېکټ بورډ له ویسټ انډیز لوبډلې سره د سیالیو لپاره د لوبډلې غړو نومونه اعلان کړي دي. له پروګرام سره سم به افغان ملي لوبډله د راتلونکې مې میاشتې لومړیو کې له خپلو ویسټ انډین سیالانو سره مخامخ شي.
په اعلان شوې لوبډله کې د محمد شهزاد او حمید حسن نومونه شامل نه دي.
د تېرې اپریل میاشتې نیمايي کې د کرېکټ نړیوالې شورا 'ای سي سي ' ویلي و، د افغانستان کرېکټ وېکټ ساتونکی او توپوهونکی لوبغاړی محمد شهزاد به د لنډ مهال لپاره له لوبو منع وي.

د عکس سرچینه، .
ای سي سي دا پرېکړه له هغه وروسته کړې وه، چې محمد شهزاد د منع شویو درملو کارولو 'ډوپنګ ' اړوند یوه ازموینه کې ناکام شو.
د افغان کرېکټ بورډ ویاند محمد فرید هوتک بي بي سي ته وویل، د محمد شهزاد قضیې کې مدافع وکیل ټاکل شوی دی او موظف روغتیا پالان د حمید حسن د فټنس په تړاو ډاډ من نه دي، چې له کبله یې د دوړاړو لوبغاړو نومونه ویسټ انډیز ته تلونکې لوبډله کې شامل نه دي.
کرېکټ بورډ چارواکي وايي، د ملي لوبډلې غړي لوبغاړي به له سیالیو څو ورځې مخکې ویسټ انډیز ته سفر وکړي.
ښاغلی هوتک ویلي، له مخکې د لوبغاړو لېږلو هدف له ځايي وخت، ډګرونو، چاپېریال او اب و هوا سره د دوی اشنا کېدل دي.

د عکس سرچینه، .
خو په پام کې ده له دې مخکې به افغان لوبغاړي په هندوستان کې یو روزنیز کمپ ولري او له تمرین وروسته به ویسټ انډیز ته سفر وکړي.
د سیالیو دغه لړۍ کې به لومړی د دواړو لوبډلو تر منځ درې شل اوریزې لوبې وشي او وروسته به درې یوه ورځنۍ لوبې تر سره شي.
هغه لوبغاړي، چې د ویسټ انډیز سره د سیالیو لپاره ټاکل شوي، دي لوبډلمشر اصغر ستانکزی، نورعلي ځدراڼ، جاوید احمدي، عثمان غني، رحمت شاه زرمتی، ناصر جمال، محمد نبي عیسی خیل، سمیع الله شینواری، ګلبدین نایب، راشد خان ارمان، شفیق الله شفق، شاپور ځدراڼ، امیره حمزه هوتک، دولت ځدراڼ ، افسر ځاځی او فرید ملک دي.
د ۲۰ اوریزو لوبو لپاره د لوبډلمشر اصغر ستانکزی، نورعلي ځدراڼ، جاوید احمدي، عثمان غني، محمد نبي عیسی خیل، سمیع الله شینورای، نجیب ځدراڼ، ګلبدین نایب، راشد خان ارمان، شفیق الله شفق، شاپور ځدراڼ، امیره حمزه هوتک، فرید ملک، دولت ځدراڼ او کریم جنت.

د عکس سرچینه، Getty Images
د اعلان شویو لوبغاړو تر څنګ به احتیاط لوبغاړي هم د دغې لوبډلې مله وي.
د ۲۰۱۶ کال مارچ کې د ای سي سي شل اوریزو نړیوال جام سیالیو سوپر ۱۰ پړاو کې د افغانستان او ویسټ انډیز تر منځ په زړه پورې لوبه لیدل شوې وه.
هغه لوبه که څه هم افغانستان ګټلې وه او د افغان باولرانو لوبه ډېره ستایل شوې وه، خو د ډېرن سیمي په مشرتابه ویسټ انډیز سپین باولرانو هم خورا په زړه پورې لوبه کې د افغانستان څلور لومړني لوبغاړي ډېر ژر له میدانه وتلو ته اړ کړي و.








