حمید حسن لندن کې له عملیات وروسته کابل ته ستون شو

حميد حسن

د عکس سرچینه، HAMID HASSAN

د عکس تشریح، حمید حسن بي بي سي سره په خبرو کې وویل، عملیات یې بریالی و او ډاکټرانو ورته ویلي چې کولی شي دوه درې میاشتې وروسته سیالیو ته ستون شي

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې ستوری او تېز توپ اچوونکي حمید حسن په لندن کې د پښې له عملیات وروسته یکشبنه د نومبر ۱۳مه کابل ته ستون شو.

حمید حسن بي بي سي سره په خبرو کې وویل، عملیات یې بریالی و او ډاکټرانو ورته ویلي چې کولی شي دوه درې میاشتې وروسته سیالیو ته ستون شي.

خو نوموړی وايي هوډ لرم د تمرین لپاره هند ته لاړ شم او ډاډه یم چې له یوه میاشتني تمرین وروسته به په ملي لوبډله کې د لوبېدو لپاره چمتو یم.

ډاکترانو نوموړي ته یو پروګرام ورکړی چې د هغې پر اساس به خپل تمرین ترسره کوي.

حمید حسن له څه مودې راهسې د پېښې درد دلورد چې له امله یې له يو شمېر لوبو پاتې شوی و.

د دې تر څنګ بي بي سي‌ پښتو تلویزیون سره په خبرو کې د افغانستان کرېکټ‌ بورډ اجراییوي رییس شفيق الله ستانکزي د حمید حسن د روغتیا په اړه ډاډ ورکړ او وویل چې ډېر ژر به ملي لوبډلې ته را ستون شي.

حميد حسن

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ډاکترانو نوموړي ته یو پروګرام ورکړی چې د هغې پر اساس به خپل تمرین ترسره کوي.

حميد حسن د افغانستان يو تر ټولو تېز توپ اچوونکی دی، چې د انګلستان په کلبونو کې يې هم لوبې کړې او ستايل شوی دی.

نوموړي په ټولو ۳۵ شل اوريزو لوبو کې برخه اخیستې او ۵۴ لوبغاړي يې سوځولي دي.