BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
د اسلام اباد امام بارګاه کې ځانمرګي برید ۳۱ کسان وژلي، ۱۶۹ یې ټپیان کړي دي
د پاکستان پلازمېنه اسلام آباد کې د جمعې په ورځ د شیعهګانو یوه جومات کې چاودنې ۳۱ کسان ووژل او لږ تر لږه ۱۶۹ نور ژوبل شول. په ترلایي کې دا چاودنه د امام بارګاه خدیجة الکبری کې رامنځته شوې ده. پولیسو دا ځانمرګی برید بللی. تر اوسه د برید مسؤلیت چا نه دی منلی.
مسقط کې کې د ایران او امریکا ترمنځ مذاکرات: مرکچي پلاوي کې څوک دي؟
د ایران رسنیزو سرچینو راپور ورکړي چې د دغه هېواد او د امریکا متحده ایالاتو ترمنځ خبرې د عمان پلازمېنه مسقط کې پیل شوې دي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي چې څو ساعته وړاندې د دې خبرو اترو لپاره له یوه پلاوي سره مسقط ته رسېدلی و، د ډونلډ ټرمپ ځانګړي استازي سټیف ویتکاف او د ښاغلي ټرمپ زوم جارډ کوشنر سره خبرې کوي. دا لیدنه د ایران پراخو خونړیو اعتراضونو کې له سختې ځپنې وروسته ترسره کېږي؛ داسې ځپل چې له دې خبرو وړاندې یې امریکا د پوځي ګام اخیستو ګواښ ته اړ کړې وه.
سعودي عربستان پر شتمنو بهرنیانو د الکولو د پلور بندیز ليرې کوي
سعودي عربستان ورو-ورو په دې هېواد کې مېشتو پر بهرنیو شتمنو خلکو د الکولو د پېرلو اجازه ورکول پیل کړي دي، چې دا له ۷۳ کلن بندیز وروسته یو لوی بدلون بلل کېږي. شنونکي اټکل کوي چې دا نرمښت به په پای کې سیلانیانو ته هم وغځول شي. دا خبره له ریاضه سمیر هاشمي کړې ده.
زېلینسکي وايي، له روسیې سره جګړه کې ۵۵ زره اوکراییني پوځیان وژل شوي دي
د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زېلینسکي وايي، له روسیې سره د څلور کلنې جګړې په ترڅ کې تر اوسه پورې ۵۵ زره اوکراییني سرتېري د جګړې په ډګر کې وژل شوي دي. زېلینسکي دا شمېر د چهار شنبې پر ورځ له فرانسوي ټلویزیوني چېنل فرانس ۲ سره په یوه مرکه کې یادې کړې. هغه زیاته کړه چې ډېری کسان په رسمي ډول بې درکه بلل شوي دي.
جېفري اېپسټين څوک و؟ هغه بدنام شتمن چې ځواکمن ملګري یې لرل
اېپسټين د ۲۰۱۹ کال د اګسټ پر ۱۰مه د نيويارک د يوه زندان په کوټه کې ومړ. نوموړی د جنسي قاچاق د تورنو له کبله له ضمانت پرته محاکمې ته په انتظار و. دی څه باندې لس کاله وروسته له هغه ومړ چې له یوې کم عمره نجلۍ د فحشا غوښتنې په جرم محکوم شوی او له همدې کبله د جنسي مجرم په توګه ثبت شوی و.
لنډې ویډیوګانې
ځانګړي مطالب
سعودي اوښانو ته پاسپورت ورکوي: د نبوي جومات له بنسټ تر ملي نښانه د اوښ تاریخي مزل
سعودي عربستان اعلان کړی چې د دغه هېواد میلیونونو اوښانو ته پاسپورټونه ورکوي. چارواکو ویلي، له دې کاره موخه د هېواد د دغو ارزښتناکو رمو په ښه اداره کولو کې مرسته ده. د سعودي چارواکو په وینا، دا نوښت به په دې برخه کې د اوښانو پالنه او اغېز زیات کړي او د څارویو د هویت او مالکیت په اړه به یو باوري معلوماتي پانګه رامنځته کړي.
د روسیې او اوکرایین تر منځ د سولې خبرې له پرمختګ پرته پای ته ورسېدې، خو دواړو لوریو بندیان تبادله کړي
اوکرایين او روسیې د امریکا په منځګړیتوب په ابوظهبي کې له دوو ورځنیو مذاکراتو وروسته د جګړې بندیانو او ملکي وګړو یوه کمسارې تبادله وکړه. په دې تبادله کې ټولټال ۱۵۷ اوکراینیان، چې اووه تنه یې ملکي وګړي وو او ۱۵۷ روسي پوځیان خپلو کورونو ته ستانه شول. دا په تېرو څلورو میاشتو کې لومړنۍ دغه ډول تبادله ده.
د امریکا مرستیال ولسمشر: د ټرمپ او خامنهاي مخامخ خبرو نه کولو مذاکرات "پېچلي" کړي
د امریکا مرستیال ولسمشر جېډي وېنس ویلي دي چې د ډونلډ ټرمپ او د ایران د ستر مذهبي مشر ایتالله خامنهاي ترمنځ د مخامخ خبرو نه کېدو مذاکرات "پېچلي او کمزوري" کړي. ښاغلي وېنس له امریکايۍ خبریالې او د (سیروس اېکساېم) شبکې له کوربنې مېګن کېلي سره په مرکه کې ویلي چې، "د ایران اصلي پرېکړه کوونکی خامنهاي دی" او په وینا یې، د دغه هېواد ولسمشر په تصمیمنیونه کې "چندان رول" نه لري.
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۶ فبروري ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
ژوندۍ خپرونه واورئ, خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۶ فبروري ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان
واورئ, غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۶ فبروري ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۵ فبروري ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.









































