زېلینسکي وايي، له روسیې سره جګړه کې ۵۵ زره اوکراییني پوځیان وژل شوي دي

ویل کېږي، د روسیې او اوکرایین دواړو د تلفاتو شمېر ښايي تر هغه ډېر زیات وي، چې چارواکي یې مني.

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، ویل کېږي، د روسیې او اوکرایین دواړو د تلفاتو شمېر ښايي تر هغه ډېر زیات وي، چې چارواکي یې مني.
    • Author, په کیېف کې د ختیځې او سویلي اروپا لپاره خبریاله ساره راینسفورډ او پاولین کولا

د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زېلینسکي وايي، له روسیې سره د څلور کلنې جګړې په ترڅ کې تر اوسه پورې ۵۵ زره اوکراییني پوځیان د جګړې په ډګر کې وژل شوي دي.

زېلینسکي دا شمېر د چهار شنبې پر ورځ له فرانسوي ټلویزیوني چېنل فرانس ۲ سره په یوه مرکه کې یادې کړې. هغه زیاته کړه چې ډېری کسان په رسمي ډول بې درکه بلل شوي دي.

کیېف او ماسکو دواړو مخکې هم د یو بل د زیانونو اټکلونه ویلي، خو د خپلو وژل شویو کسانو جزئیات معمولاً نه یادوي.

بل لور بی بي سي د روسیې لخوا په جګړه کې د وژل شویو شاوخوا ۱۶۰ زره کسانو نومونه تائید کړي دي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دې جګړې د ختمولو هڅو مشري کوي، چې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ پر ۲۲ نېټه د روسیې لخوا پر اوکرایین له پراخ برید وروسته پیل شوېې.

د امریکا ځانګړي استازي سټیو وېټکوف او د ټرمپ زوم جیراډ کوشنر د پنجشنبې پر ورځ د متحده عرب اماراتو پلازمېنه ابوظبي کې د روسيې او اوکراییني مرکچیانو سره دویمه ورځ هم خبرې وکړې، چې د امریکا د وړاندیز شوي سولې پلان تفصیلات تنظیم کړي.

دا دویمه درې اړخیزه غونډه وه او سټیو وېټکوف پر ټویټر لیکلي چې خبرې "تفصیلي او ګټورې" وې، خو "لا هم ډېر کار پاتې دی."

تر ټولو ستونزمنه موضوع د خاورې یا سیمې ده، ځکه روسیه غوښتنه کوي چې اوکرایین د ختیځ صنعتي سیمې دونباس پاتې برخې هم دوی ته وسپاري، چې اوس مهال د ماسکو تر کنټرول لاندې نه دي.

ټرمپ څو ځله ویلي، چې هره اونۍ زرګونه اوکراییني او روسي پوځیان له اړتیا پرته وژل کېږي. لویدیځې استخباراتي ادارې هم په دې تړاو اټکلونه خپروي، خو تائید یې شونی نه دی.

زېلینسکي د ۲۰۲۴ کال په دسمبر کې د وژل شویو اوکرایینیانو وروستۍ شمېرې یادې کړې وې، چې ده هغه مهال ۴۳ زره کسان یاد کړي وو.

هغه فرانسوي ټلویزیون ته وویل:

"په اوکرایین کې د رسمي معلوماتو له مخې د جګړې په ډګر کې وژل شوي سرتېري… که مسلکي وي یا اجباري… ۵۵ زره کسان دي."

زېلينسکي وایي، رسمي شمېر د اوکرایین د ټولو زیانونو پرتله لږ دی. هغه خپله ویلي چې "ډېر شمېر خلک ورک دي."

د اوکرایین کورنیو چارو وزارت شاوخوا شپږ میاشتې مخکې له ۷۰ زره زیات کسان په رسمي توګه بې درکه اعلان کړي وو، چې پکې سرتېري او عام وګړي شامل وو، خو جزئیات یې نه دي ورکړل شوي.

کره شمېر ښايي له دې هم زیات وي، ځکه د وژل شویو کسانو په اړه معلومات ډېر حساس دي او د خلکو مورال اغېزمنوي.

په اوکرایین کې په هدیرو کې د سرتېرو قبرونه په ښکاره ډول لیدل کېږي، چې نیلي او ژیړ رنګه ملي بیرغونو پرې ټومبلي وي، او ډېری وخت په یونیفورم کې د پوځيانو عکسونه پر ډبرو کښل شوي وي.

موږ له داسې مېندو سره هم ولیدل، چې لا هم خپل زامن لټوي، چې د جګړې له ډګره نه دي راستانه شوي. که څه هم نومونه یې په رسمي لیستونو کې شامل نه وي، ډېری یې هیله لري چې زامن به یې د جګړې اسیران وي او په روسیه کې به زنداني وي.

د سره صلیب په څېر سازمانونو ته هم د روسيې زندانونو ته لاسرسی خورا محدود دی.

بل احتمال دا دی چې ورک شوي کسان وژل شوي وي او د هغوی مړي د روسیې تر کنټرول لاندې سیمو کې ترلاسه شوي نه وي، یا د دوی پاتې شونې د ډي این اې معایناتو له لارې نه شي پېژندل کېدای.

کله – کله دواړه هېوادونه د بندیانو د تبادلې ترڅنګ د مړیو تبادله کوي، خو له تېر کال اګست وروسته داسې کومه تبادله نه ده شوې.

بل لور امریکايي استازي سټیو وېټکوف اعلان کړی چې په ابوظبي خبرو کې د نورو بندیانو د تبادلې په تړاو توافق شوی، چې پکې د ۳۱۴ بندیانو تبادله هم شامله ده او "دا په پنځه میاشتو کې لومړۍ تبادله ده."

سټیو وېټکوف زیاته کړه: "که څه هم لا هم ډېر کار پاتې دی، خو دا ډول ګامونه ښيي چې پرلپسې دیپلوماتیکې هڅې رښتینې پایلې ورکوي او د اوکرایین د جګړې ختمولو هڅې مخکې بیايي."

دا خبرې په داسې وخت کې پیل شوې، چې روسیې یوه اونۍ وروسته بیا پر اوکرایین بریدونه وکړل. دغه وقفه په اوکرایین کې د سختې یخنۍ په ترڅ کې د ټرمپ په غوښتنه د ولادیمیر پوتین لخوا رامنځته شوې وه.

روسیې د اوکرایین انرژۍ سکتور په نښه کړی، چې له امله یې زرګونه خلک بې برېښنا او تودوخې پاتې شوي، او د حرارت درجه تر منفي ۲۰ درجې سانتي ګراد پورې راټیټه شوې.