د اسلام اباد امام بارګاه کې ځانمرګي برید ۳۱ کسان وژلي، ۱۶۹ یې ټپیان کړي دي

اسلام اباد

د عکس سرچینه، Rescue 1122

د پاکستان پلازمېنه اسلام آباد کې د جمعې په ورځ د شیعه‌ګانو یوه جومات کې چاودنې ۳۱ کسان ووژل او لږ تر لږه ۱۶۹ نور ژوبل شول.

یو لوړپوړي پولیس چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط AFP ته وویل "چاودنه د جمعې له لمانځه وروسته په یوه شیعه جومات کې رامنځته شوه".

په ترلایي کې دا چاودنه د امام بارګاه خدیجة الکبری کې رامنځته شوې ده.

له چاودنې وروسته اسلام اباد کې بېړنی حالت اعلان شوی.

د اسلام آباد د سیمه‌ییزو چارواکو په اعلامیه کې ویل شوي چې "په مختلفو روغتونونو کې د راوړل شویو ناروغانو شمېر له ۱۶۹ اوښتی دی."

د پاکستان د طبي علومو انسټیټیوټ (PIMS) روغتون مخې ته AFP عکاس ولیدل چې څو لسګونه ټپیان روغتون ته راوړل کېږي او بېړنی حالت اعلان شوی دی.

د پولیسو چارواکو ویلي چې دا ځانمرګری برید و.

د اسلام آباد پولیسو ویاند د بي‌بي‌سي شهزاد ملک ته ویلي، چاودنه د امام بارګاه په انګړ کې شوې ده.

سرچینه وايي، په PIMS روغتون، پولي کلینیک او CDA روغتونونو کې بېړنی حالت اعلان شوی.‌

د چاودنې ځای په بشپړه توګه کلابند شوی دی.

د شهباز شریف غبرګون

اسلام اباد

د عکس سرچینه، Rescue 1122

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د امام بارګاه کې د چاودنې د غندلو سربېره د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ته لارښوونه کړې چې پېښه په بشپړ ډول وڅېړي او عاملان یې سملاسي معلوم کړي.

"د چاودنې عاملان باید وپېژندل شي او هغوی ته باید په ریښتیني ډول سزا ورکړل شي".

هغه زیاته کړې، "په هېڅ صورت به په هېواد کې د شرارت او ناامنیو خپرېدو اجازه ورنه کړل شي".

بله خوا، د خیبر پښتونخوا خیبر سیمه کې د پاکستاني پوځ په وینا، د اورپکو او امنیتي سرتېرو ترمنځ نښته کې ۲۴ بریدګر وژل شوي دي.