BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • کابل- ذبیح‌الله مجاهد

    د "داعش" له اړخه اندېښنو ته غبرګون: مجاهد وايي افغانستان کې "هېڅ بهرنۍ او خپل‌سرې ډله" نشته

    د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په افغانستان کې امنیت او په دغه هېواد کې د وسله‌والو ډلو حضور په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې راپورته شوې اندېښنې "بې‌ ځایه" وبللې. هغه ویلي، افغانستان امن دی او دلته هېڅ بهرنۍ خپلسرې ډله نشته. یوه ورځ ورمخکې د افغانستان له نږدې ګاونډیو پاکستان او چین رانیولې، تر ملګرو ملتونو، امریکا او بریتانیا پورې بېلابېلو خواو افغانستان کې د داعش-خراسان حضور ټولې سیمې او نړۍ ته "جدي خطر" بللی و.

  • شهباز شریف په فکر کې ناست دی او پر خپل چپ لاس یې سر تکیه کړی دی.

    پر هند د شهباز شریف تورونه؛ د بلوچستان بریدونو په اړه وروستي جزیات څه دي؟

    د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف پر هند تور پورې کړی چې ګواکې په دغه هېواد کې یې د "ترهګرۍ د خپرولو لړۍ دوام لري" او دغه کار اوس د خپلو "نیابتي ډلو" پر مټ کوي. دا هغه دعوه ده چې هند په وار وار رد کړې ده. په همدې حال کې د پاکستان پوځ د عامه اړیکو ادارې یا (ای‌اېس‌پي‌ار) ادعا کړې چې په بلوچستان کې یې د وسله‌والو پر ضد عملیاتو کې "۲۱۶ وسله‌وال" وژلي دي. بلخوا بي‌اېل‌اې نن د خپلو ځینو وژل شوو غړو او ځانمرګو بریدګرو عکسونه خپاره کړي چې بیا هم یوه ښځه پکې ده.

  • اوښ

    سعودي اوښانو ته پاسپورت ورکوي: د نبوي جومات له بنسټ تر ملي نښانه د اوښ تاریخي ارزښت

    سعودي عربستان اعلان کړی چې د دغه هېواد میلیونونو اوښانو ته پاسپورټونه ورکوي. چارواکو ویلي، له دې کاره موخه د هېواد د دغو ارزښتناکو رمو په ښه اداره کولو کې مرسته ده. د سعودي چارواکو په وینا، دا نوښت به په دې برخه کې د اوښانو پالنه او اغېز زیات کړي او د څارویو د هویت او مالکیت په اړه به یو باوري معلوماتي پانګه رامنځته کړي.

  • ټرمپ او خامنه‌اي په جلا دوو عکسونو کې ښکاري.

    د امریکا مرستیال ولسمشر: د ټرمپ او خامنه‌اي مخامخ خبرو نه کولو مذاکرات "پېچلي" کړي

    د امریکا مرستیال ولسمشر جې‌ډي وېنس ویلي دي چې د ډونلډ ټرمپ او د ایران د ستر مذهبي مشر ایت‌الله خامنه‌اي ترمنځ د مخامخ خبرو نه کېدو مذاکرات "پېچلي او کمزوري" کړي. ښاغلي وېنس له امریکايۍ خبریالې او د (سیروس اېکس‌اېم) شبکې له کوربنې مېګن کېلي سره په مرکه کې ویلي چې، "د ایران اصلي پرېکړه کوونکی خامنه‌اي دی" او په وینا یې، د دغه هېواد ولسمشر په تصمیم‌نیونه کې "چندان رول" نه لري.

  • File image of Jeffrey Epstein

    جېفري اېپسټين څوک و؟ هغه بدنام شتمن چې ځواکمن ملګري یې لرل

    اېپسټين د ۲۰۱۹ کال د اګسټ پر ۱۰مه د نيويارک د يوه زندان په کوټه کې ومړ. نوموړی د جنسي قاچاق د تورنو له کبله له ضمانت پرته محاکمې ته په انتظار و. دی څه باندې لس کاله وروسته له هغه ومړ چې له یوې کم عمره نجلۍ د فحشا غوښتنې په جرم محکوم شوی او له همدې کبله د جنسي مجرم په توګه ثبت شوی و.

لنډې ویډیوګانې

  • WHO representative in Afghanistan
  • ژغورل شوی افغان ماشوم
  • zombie
  • محبوب خان
  • شفیقه خپلواک
  • baluch
  • Tira
  • واوره
  • غانم المصاریر

ځانګړي مطالب

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

روغتیا

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۶ فبروري ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي