BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • ISNA

    د تهران، واشنګټن خبرې: ایراني خبري سرچینو مسقط کې د خبرو د پیلېدو خبر ورکړی

    د ایران رسنیزو سرچینو راپور ورکړي چې د دغه هېواد او د امریکا متحده ایالاتو ترمنځ خبرې د عمان پلازمېنه مسقط کې پیل شوې دي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي چې څو ساعته وړاندې د دې خبرو اترو لپاره له یوه پلاوي سره مسقط ته رسېدلی و، د ډونلډ ټرمپ ځانګړي استازي سټیف ویتکاف او د ښاغلي ټرمپ زوم جارډ کوشنر سره خبرې کوي. دا لیدنه د ایران پراخو خونړیو اعتراضونو کې له سختې ځپنې وروسته ترسره کېږي؛ داسې ځپل چې له دې خبرو وړاندې یې امریکا د پوځي ګام اخیستو ګواښ ته اړ کړې وه. له دې څو ساعته مخکې د منځني ختیځ چارو لپاره ډونلډ ټرمپ ځانګړی استازی سټېو وېټکوف او د ټرمپ زوم او سلاکار جارډ کوشنر د قطر د دوحې له لارې عمان ته رسېدلي دي.

  • glass of wine

    سعودي عربستان پر شتمنو بهرنیانو د الکولو د پلور بندیز ليرې کوي

    سعودي عربستان ورو-ورو په دې هېواد کې مېشتو پر بهرنیو شتمنو خلکو د الکولو د پېرلو اجازه ورکول پیل کړي دي، چې دا له ۷۳ کلن بندیز وروسته یو لوی بدلون بلل کېږي. شنونکي اټکل کوي چې دا نرمښت به په پای کې سیلانیانو ته هم وغځول شي. دا خبره له ریاضه سمیر هاشمي کړې ده.

  • ویل کېږي، د روسیې او اوکرایین دواړو د تلفاتو شمېر ښايي تر هغه ډېر زیات وي، چې چارواکي یې مني.

    زېلینسکي وايي، له روسیې سره جګړه کې ۵۵ زره اوکراییني پوځیان وژل شوي دي

    د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زېلینسکي وايي، له روسیې سره د څلور کلنې جګړې په ترڅ کې تر اوسه پورې ۵۵ زره اوکراییني سرتېري د جګړې په ډګر کې وژل شوي دي. زېلینسکي دا شمېر د چهار شنبې پر ورځ له فرانسوي ټلویزیوني چېنل فرانس ۲ سره په یوه مرکه کې یادې کړې. هغه زیاته کړه چې ډېری کسان په رسمي ډول بې درکه بلل شوي دي.

  • کیېف کې چارواکي وايي، ځینې تبادله شوي اوکراییني بندیان له ۲۰۲۲ راهیسې د روسیې په زندانونو کې وو.

    د روسیې او اوکرایین تر منځ د سولې خبرې له پرمختګ پرته پای ته ورسېدې، خو دواړو لوریو بندیان تبادله کړي

    اوکرایين او روسیې د امریکا په منځګړیتوب په ابوظهبي کې له دوو ورځنیو مذاکراتو وروسته د جګړې بندیانو او ملکي وګړو یوه کمسارې تبادله وکړه. په دې تبادله کې ټولټال ۱۵۷ اوکراینیان، چې اووه تنه یې ملکي وګړي وو او ۱۵۷ روسي پوځیان خپلو کورونو ته ستانه شول. دا په تېرو څلورو میاشتو کې لومړنۍ دغه ډول تبادله ده.

  • کابل- ذبیح‌الله مجاهد

    د "داعش" له اړخه اندېښنو ته غبرګون: مجاهد وايي افغانستان کې "هېڅ بهرنۍ او خپل‌سرې ډله" نشته

    د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په افغانستان کې امنیت او په دغه هېواد کې د وسله‌والو ډلو حضور په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې راپورته شوې اندېښنې "بې‌ ځایه" وبللې. هغه ویلي، افغانستان امن دی او دلته هېڅ بهرنۍ خپلسرې ډله نشته. یوه ورځ ورمخکې د افغانستان له نږدې ګاونډیو پاکستان او چین رانیولې، تر ملګرو ملتونو، امریکا او بریتانیا پورې بېلابېلو خواو افغانستان کې د داعش-خراسان حضور ټولې سیمې او نړۍ ته "جدي خطر" بللی و.

لنډې ویډیوګانې

  • WHO representative in Afghanistan
  • ژغورل شوی افغان ماشوم
  • zombie
  • محبوب خان
  • شفیقه خپلواک
  • baluch
  • Tira
  • واوره
  • غانم المصاریر

ځانګړي مطالب

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۶ فبروري ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي