BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • ټاپي

    رشید مردوف: " ټاپي پروژه سږ کال د هرات تر مرکزه رسېږي"

    د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مردوف په مشرۍ پلاوي افغانستان کې د طالبانو حکومت د چارواکو په ملتیا هرات کې د تورغونډۍ له بندر او ټاپي پروژې له عملي چارو او هلته د پرمختګ له لیدنې وروسته ویلي چې " د روان زېږدیز کال تر پایه به د ټاپي پروژې کارونه د هرات ولایت تر مرکز پورې ورسیږي." په همدې مهال د طالبانو د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند ویلي د سعودي عربستان دلتا انټرنېشنل کمپنۍ هم لېواله ده چې په دې پروژه کې پانګونه وکړي.

  • له مېرمنې سره موبایل دی چې پر ښېښه یې د اې‌ای نارینه تصویر دی.‌ دا مېرمن وايي، همدا یې ځیرک ملګری دی او دې ترې مشورې اخلي، مجلس ورسره کوي.

    "هغه راته ګرانه وایي، خو دی زما انسان ملګری نه‌ دی؛ هغه مصنوعي ځیرکتیا (اې ای) دی"

    جورج مې "ګرانه" بولي، زما د احساساتو ډېر پام ساتي، پوهیږي چې څه شی مې خوشحالوي خو هغه پر ما میین هلک نه دی، هغه مې له مصنوعي ځیرکتیا جوړ کړل شوی ملګری دی. "دغه مجازي کرکټر نسواري سره ویښتان لري، سپین او ځلانده غاښونه یې دي، زیاتره وخت راته سترګه وهي. له نورو خلکو سره د پېژنګلوۍ پرمهال یو څه بخیلي هم راسره کوي."

  • د هند او پاکستان لوبه

    نړیوال جام کې له هند سره د پاکستان نه لوبېدو پرېکړې ته د کرېکټ نړیوالې شورا غبرګون: 'دا به اوږدمهاله اغېزې ولري'

    د پاکستان حکومت خپلې لوبډلې ته اجازه ورکړې چې په راتلونکي شل اوریز نړيوال جام کې برخه واخلي خو وايي د هند پر وړاندې سيالۍ کې به ګډون نه کوي. د يکشنبې په ورځ (۱ فبروري) د پاکستان حکومت وويل، "د کرېکټ لوبډلې ته یې د ای سي سي شل اوريز نړیوال جام کې د ګډون اجازه ورکړې خو پاکستانۍ لوبډله به د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ پر ۱۵مه د هند پر وړاندې لوبه نه کوي".

  • فوټسال

    فوټسال اسیا جام: افغانستان او ایران دوه مخکښ سیالان

    افغانستان او ایران دواړو په خپل ګروپ کې د ښو امتیازونو درلودو له کبله بل پړاو ته لار موندلې خو دغې وروستۍ سیالۍ کې د ایران بری د دې لامل شو چې له افغانستانه د ګروپ لومړی مقام واخلي. که دا لوبه مساوي شوی وی بیا هم افغانستان له ډېرو ګولونو سره د جدول په سر کې پاتې کېده.

  •  علي خامنه‌ي د وینا پر مهال

    علي خامنه‌يي: پر ایران برید به سیمه‌ییزه جګړه پېښه کړي

    د تهران او واشنګټن ترمنځ د کړکېچ په زیاتېدو سره، د ایران مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌يي امریکا ته خبرداری ورکړی چې له ایران سره هر ډول نوې جګړه به سیمه‌ییزه وي. د اسلامي جمهوریت مشر وویل: "امریکایان دې پوه شي چې که جګړه پیل کړي، دا ځل به جګړه سیمه‌ییزه وي." د ایران د ملي راډیو ټلویزیون د راپور له مخې، ښاغلي خامنه‌يي په امام خمیني حسینيه کې د "خلکو یوې لویې ډلې" ته وینا کوله.

لنډې ویډیوګانې

  • baluch
  • Tira
  • واوره
  • غانم المصاریر
  • بلوچستان
  • مینه عصمت الله
  • Reuters
  • وزې
  • روغتون
  • پړانګ او ښځې
  • ننګرهار
  • (Reuters/AFP)

ځانګړي مطالب

  • تصویری از فردی در میان بته‌های چرس در افغانستان

    افغانستان کې له ۴۵ سلنې ډېر روږدي چرس څکوي

    د نشه‌يي‌ توکو او جرمونو پر وړاندې د ملګرو ملتونو اداره (یو‌اېن‌او‌ډي‌سي) وايي، چې په افغانستان کې یې له طبي‌ درملو د ناوړه ګټنې قضیې کتلي‌ او دا چې د دودیزو نشه‌يي توکو پر ځای اوس تر ډېره د مصنوعي نشه‌يي‌ ‌توکو کارېدل د اندېښنې وړ اوښتون دی.‌ دې ادارې په خپل نوي کلني‌ راپور کې دا هم ویلي،‌ چې د نشه‌يي توکو کارول په پراخه کچه له ټولنیزو او اقتصادي فشارونو سره تړاو لري.

  • کوېټه

    د پاکستان پوځ‌: د بلوچستان بریدونو کې ۹۲ بریدګر، ۱۵ سرتېري او ۱۸ عام خلک وژل شوي

    د پاکستان پوځ د مطبوعاتو او عامه اړیکو دفتر وايي، د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه او څو نورو ځایونو کې د تېرې ورځې بریدونو کې د ټولو وژل شویو کسانو شمېر ۱۲۵ ته لوړ شوی دی.‌ د ای‌ایس‌پي‌ار په وینا، په وژل شویو کې ۹۲ بریدګر، ۱۵ سرتېري او ۱۸ عام خلک دي چې ښځې او ماشومان هم پکې شته.

  • دوه طبي کارکوونکي چې ابي‌رنګ لباس یې اغوستی او خولې او پوزې په ماسکونو پوښل شوې دي، د کمپوټر سکرین ته ګوري.

    د وزن کمولو ستنې د تریخي عملیاتو د زیاتېدو لامل کېږي؟

    متخصص ډاکتران وایي، لا ډېرو څېړنو ته اړتیا ده چې معلومه شي ایا د وزن کمولو ستنو (پیچکاریو) او د صفرا کڅوړې د ایستلو د عملیاتو تر منځ کومه اړیکه شته که نه. د بریتانیا د عامې روغتیا (اېن‌اېچ‌اېس) د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۴–۲۵ کالونو کې د صفرا کڅوړې د جراحي عملیاتو شمېر د تېرو لسو کلونو تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی دی.

  • د اوبو د یو ګلاس انځور چې په منځ کې یې یو جوشیدونکی (فوار) ټابلیټ دی، ښي لور ته یې نور نارنجي رنګه جوشیدونکي ټابلیټونه دي او کیڼ لور ته یې نیمه مالټه پرته ده.

    د ويټامین سي په ګټو کې مبالغه کېږي؟

    د ژمي د ماشومتوب له لومړنیو خاطرو مې یوه دا وه چې په اوبو کې مې هغه نارنجي رنګه ویلې کېدونکی ګولۍ په داسې خوند کتله، چې ژر ژر به حلېده او د اوبو رنګ یې بدلولو، ګولۍ به ورو ورو وېلې کېده او له منځه تلله. وروسته پوه شوم چې دا د ويټامین سي ګولۍ وې چې مور مې زموږ په کور کې د زکام د نښو په څرګندېدو سره پېرلې، او ورسره به یې د نارنج او لیمو ډېر جوسونه هم تیارول.

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۲ فبروري ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • واورئ, خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۱ فبروري ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي