فوټسال اسیا جام: افغانستان او ایران دوه مخکښ سیالان

د عکس سرچینه، Afghanistan Football Federation
د ۲۰۲۶م کال اسیا جام فوټسال لوبو د ډي (څلورم) ګروپ ګروپي سیالیو کې وروستۍ لوبه د افغانستان او ایران تر منځ وه چې افغانستان د ۲-۵ ګولونو په توپیر ماته وخوړه.
ایران د دغې سیالۍ په لومړۍ نیمایي کې یو ګول وکړ خو افغانستان کوم ګول نه درلود. په وروستۍ نیمايي کې بیا دواړو لوبډلو د پرلپسې ګولونو موکې درلودې چې افغانستان پکې دوه خو ایران پکې څلور ګولونه وکړل.
د افغانستان په استازولۍ رضا حسینپور او محمد جواد صفر ګولونه وکړل.
دغه سیالۍ د یو زیات شمېر افغان نندارچیانو لخوا بدرګه کیده.

د عکس سرچینه، Afghanistan Football Federation
دا د دې جام یو له مهمو او په زړه پورې سیالیو بلل کېده، ځکه دمګړۍ ایران او افغانستان په فوټسال کې د سیمې مهم او اصلي سیالان بلل کېږي.
ایران کې ځینو رسنیو دغې لوبې ته (د پخوانیو او نویو اتلانو) تر منځ د لوبې اصطلاح کاروله او د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله له کوم ګول خوړلو پرته دغې ځای ته رسېدلې وه.
افغانستان او ایران دواړه له شپږو امتیازونو سره په خپل ګروپ کې مخکښان وو خو ایران له دغې بري سره د څلور ګروپ برلاسي لوبډله شوه.
د فوټسال دغه سیالۍ ته د افغان کرېکټ ستوري راشد خان وینا څه وه؟

د عکس سرچینه، Afghanistan Football Federation
له ایران سره له دغې لوبې مخکې د افغانستان او نړۍ د کرېکټ اوڅارې څېرې راشد خان د فوټسال ملي لوبډلې سره وغږید او هغوی ته یې په دغه سیالۍ کې د بري هیله کړې وه.
راشد خان چې دا مهال د افغانستان د ملي لوبډلې سره د شل اوریز کرېکټ نړیوال جام سیالیو په موخه په هند کې دی د ویډيو له لارې د افغانستان د فوټسال لوبډلې ته د تېرو بریو مبارکي او راتلونکي کې د لا بریاوو هیله کړې ده.
نوموړی په دغې ویډيو کې چې د افغانستان د فوټسال فدراسیون خپره کړې وايي " په هېواد کې ټول خلک ستاسې لوبو ته په تمه وي موږ ټول درته دعاووې کوو."
نوموړي ویلي " هیله لري چې په راتلونکي کې په ګډه افغانستان ته ولاړ شي یوه له بل سره د کرېکټ او فوټبال لوبې وکړي."

د عکس سرچینه، Afghanistan Football Federation
د آسیا ملتونو جام د ۲۰۲۶م کال دا سیالۍ د اندونیزیا په کوربهتوب تر سره شوې چې له افغانستان سره په ډي ګروپ کې سعودي عربستان، مالیزیا او ایران وو.
له دې مخکې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د اسیا ملتونو جام په لومړۍ لوبه کې د سعودي عربستان ته په ۳–۰ ماتې ورکړې وه او دویمه لوبه یې له مالیزیا د اوو ګولونو په توپیر ګټلې وه. په دې سیالۍ کې مالیزیایۍ لوبډلې کوم ګول نه درلود.
افغانستان او ایران دواړو په خپل ګروپ کې د ښو امتیازونو درلودو له کبله بل پړاو ته لار موندلې خو دغې وروستۍ سیالۍ کې د ایران بری د دې لامل شو چې له افغانستانه د ګروپ لومړی مقام واخلي. که دا لوبه مساوي شوی وی بیا هم افغانستان له ډېرو ګولونو سره د جدول په سر کې پاتې کېده.











