فیفا: د افغان کډوالو ښځو فوټبال لوبډله لومړی ځل نړیوالې لوبې کوي

یوه افغان فوټبالېسټه چې د نورو لوبغاړو تر منځ ولاړه ده

د عکس سرچینه، Getty Images

د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) وايي چې د افغانستان د کډوالو ښځو فوټبال لوبډله به لومړی ځل په متحده عربي اماراتو کې په نړیوالو دوستانه سیالیو کې ګډون وکړي.

دغه فدراسیون په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د 'فیفا یونایټس' په نوم د څلورو ښځينه لوبډلو تر منځ په دې "تاریخي" لوبلړۍ کې به د افغان کډوالو ښځو لوبډله د چاډ، لیبیا او د کوربه متحده عربي اماراتو له ښځينه‌ ملي لوبډلو سره سیالۍ وکړي.

د فیفا د معلوماتو له مخې، دا لوبې به د راروانې اکتوبر میاشتې پر ۲۳ پیل او د همدې میاشتې تر ۲۹ نېټې به په دوبۍ کې ترسره شي.

د فوټبال فدراسیون مشر ګیاني انفینټینو ویلي چې دا کار د فیفا د هغو هڅو ښکارندويي کوي چې غواړي، ټولو ښځو او نجونو ته د ورزش یا سپورټ کولو حق ورکړل شي، په فوټبال پورې خپلو تړلو هیلو ته ورسېږي او د لوبو په مرسته پرمختګ وکړي.

ښاغلي انفینټینو همداراز ویلي "دا دوستانه لوبې تر یوې سیالۍ ډېره د ټولې نړۍ د ښځو لپاره د پرمختګ د یوې سمبولیکې هیلې څرګندونه کوي."

فیفا د ورزش په نړۍ کې دا د خپل یوه "نوښت" په توګه یاده کړې چې افغان لوبډله په دغو لوبو کې برخه اخلي.

د جلاوطنۍ له ډګره تر نړیوالو لوبو

د څلورو ګډونوالو لوبډلو نومونه

د عکس سرچینه، @AfghanWnt

د عکس تشریح، په دې لوبلړۍ کې به د افغان کډوالو ښځو لوبډله د چاډ، لیبیا او د کوربه متحده عربي اماراتو له ښځينه‌ ملي لوبډلو سره سیالۍ وکړي.

د افغانستان د ښځينه‌و فوټبال ملي لوبډلې اېکس‌پاڼې هم د دغه خبر پخلی کړی. لیکلي یې دي چې "د جلاوطنۍ له ډګره به زموږ لوبغاړې "د افغان کډوالو ښځو لوبډلې" په توګه د فیفا په نارسمي او دوستانه لومړنیو نړیوالو لوبو کې ګډون وکړي."

افغان لوبډلې د فیفا له لوري د دې لوبلړۍ پیلېدل د دې لوبډلې "په رسمیت د پېژندنې پر لور یو مهم ګام" بللی دی.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

د یادولو ده چې د فوټبال نړیوال فدراسیون د روان ۲۰۲۵ میلادي کال په مې (غويي) میاشت کې له افغانستانه بهر جلاوطنه افغان ښځینه فوټبال لوبډلې ته د جوړېدو اجازه ورکړه او پاولین هامیل یې د لوبډلې د روزونکې په توګه وټاکله.

۵۳ کلنې هیمل خوښي څرګنده کړې وه او ویلي یې وو چې، "موږ له دوی سره د کار فرصت تر لاسه کړ او د دوی د فعالیتونو ارزونه به وکړو."

په ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهېسې د فوټبال ښځينه‌و ملي لوبډله په هر ډول سیالیو کې له ګډونه منع شوه.

له افغانستانه بهر دغه لوبډله اوس د فوټبال د نړیوال جام په ګډون په نورو نړیوالو سیالیو کې د برخې اخیستلو په موخه د خپل حق تر لاسه کولو لپاره مبارزه کوي. تر دې مخکې یې په نړۍ کې پر ټولو لوبغاړو غږ کړی و چې د دوی غږ بدرګه کړي.

له هغه راهیسې چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت منځ‌ته راغلی، لکه د زدکړو، کار او ځینو نورو برخو په ګډون یې د لوبو له ډګره هم ښځې او نجونې منع کړې دي.