تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
فیفا: د افغان کډوالو ښځو فوټبال لوبډله لومړی ځل نړیوالې لوبې کوي
د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) وايي چې د افغانستان د کډوالو ښځو فوټبال لوبډله به لومړی ځل په متحده عربي اماراتو کې په نړیوالو دوستانه سیالیو کې ګډون وکړي.
دغه فدراسیون په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د 'فیفا یونایټس' په نوم د څلورو ښځينه لوبډلو تر منځ په دې "تاریخي" لوبلړۍ کې به د افغان کډوالو ښځو لوبډله د چاډ، لیبیا او د کوربه متحده عربي اماراتو له ښځينه ملي لوبډلو سره سیالۍ وکړي.
د فیفا د معلوماتو له مخې، دا لوبې به د راروانې اکتوبر میاشتې پر ۲۳ پیل او د همدې میاشتې تر ۲۹ نېټې به په دوبۍ کې ترسره شي.
د فوټبال فدراسیون مشر ګیاني انفینټینو ویلي چې دا کار د فیفا د هغو هڅو ښکارندويي کوي چې غواړي، ټولو ښځو او نجونو ته د ورزش یا سپورټ کولو حق ورکړل شي، په فوټبال پورې خپلو تړلو هیلو ته ورسېږي او د لوبو په مرسته پرمختګ وکړي.
ښاغلي انفینټینو همداراز ویلي "دا دوستانه لوبې تر یوې سیالۍ ډېره د ټولې نړۍ د ښځو لپاره د پرمختګ د یوې سمبولیکې هیلې څرګندونه کوي."
فیفا د ورزش په نړۍ کې دا د خپل یوه "نوښت" په توګه یاده کړې چې افغان لوبډله په دغو لوبو کې برخه اخلي.
د جلاوطنۍ له ډګره تر نړیوالو لوبو
د افغانستان د ښځينهو فوټبال ملي لوبډلې اېکسپاڼې هم د دغه خبر پخلی کړی. لیکلي یې دي چې "د جلاوطنۍ له ډګره به زموږ لوبغاړې "د افغان کډوالو ښځو لوبډلې" په توګه د فیفا په نارسمي او دوستانه لومړنیو نړیوالو لوبو کې ګډون وکړي."
افغان لوبډلې د فیفا له لوري د دې لوبلړۍ پیلېدل د دې لوبډلې "په رسمیت د پېژندنې پر لور یو مهم ګام" بللی دی.
د یادولو ده چې د فوټبال نړیوال فدراسیون د روان ۲۰۲۵ میلادي کال په مې (غويي) میاشت کې له افغانستانه بهر جلاوطنه افغان ښځینه فوټبال لوبډلې ته د جوړېدو اجازه ورکړه او پاولین هامیل یې د لوبډلې د روزونکې په توګه وټاکله.
۵۳ کلنې هیمل خوښي څرګنده کړې وه او ویلي یې وو چې، "موږ له دوی سره د کار فرصت تر لاسه کړ او د دوی د فعالیتونو ارزونه به وکړو."
په ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهېسې د فوټبال ښځينهو ملي لوبډله په هر ډول سیالیو کې له ګډونه منع شوه.
له افغانستانه بهر دغه لوبډله اوس د فوټبال د نړیوال جام په ګډون په نورو نړیوالو سیالیو کې د برخې اخیستلو په موخه د خپل حق تر لاسه کولو لپاره مبارزه کوي. تر دې مخکې یې په نړۍ کې پر ټولو لوبغاړو غږ کړی و چې د دوی غږ بدرګه کړي.
له هغه راهیسې چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت منځته راغلی، لکه د زدکړو، کار او ځینو نورو برخو په ګډون یې د لوبو له ډګره هم ښځې او نجونې منع کړې دي.