تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اسټرالیا کې د افغان ښځینه فوټبالرانو د غوراوي پړاو سیالۍ شوي
د رویټرز د راپور پر بنسټ د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) ویلې، د افغان کډوالو ښځینه لوبغاړو تېره میاشت د اسټرالیا په پلازمېنه سېډني کې د نړیوالو استعدادونو د غوراوي په درې پړاویزو سیالیو کې برخه واخیسته. راپور زیاتوي، د استعداد پېژندنې د دغو سیالیو په پای کې به سږکال د دوستانه نړیوالو لوبو لپاره ۲۳ کسیزه افغان ښځینه لوبډله جوړه شي.
د افغان ښځو ملي لوبډلې ډېرې لوبغاړې په ۲۰۲۱م کال کې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته له افغانستانه ووتې. دوی له هغه راهیسې د فوټبال نړیوال جام ته د لار موندنې سیالیو لپاره مبارزه کوي.
طالبانو په افغانستان کې ښځې له هر ډول لوبیزو فعالیتونو منع کړي دي. دوی وايي، د شریعت او سیمه ییزو دودونو سره سم د ښځو حقونو ته درناوی کوي او له نورو غواړې، چې په کورنیو چارو کې دې یې لاسوهنه و نه کړي.
د مې په میاشت کې د هیلو له یو څرک وروسته له هغه را څرګند شو، چې فیفا د افغان ښځو د کډوالو لوبډلې جوړول تصویب کړل او پاولین هامیل یې د روزونکې په توګه ور وټاکله.
۵۳ کلنې هیمل د فیفا ویب پاڼې ته ویلې: "ډېره خوشحاله ده، چې د افغان لوبغاړو د روزلو دنده ور سپارل شوې ده."
"موږ له دوی سره د کار فرصت تر لاسه کړ او د دوی د فعالیتونو ارزونه به وکړو. دغه لوبغاړې په داسې چاپېریال کې راټول شوې، چې دوی یې تل هیله درلوده. "
فیفا هیله لري، د دغو سیالیو له لارې غوره شوي لوبغاړې به د روان کال په وروستیو کې په دوستانه لوبو کې ولوبېږي او په پایله کې به یې دغه افغان فوټبالراني د فوټبال نړیوال درېځ ته لاره ومومي.
فیفا افغان ښځینه لوبغاړو ته د وسایلو ور کولو ژمنه هم کړې ده او ویلې دي، دغه لوبغاړې به له ځایي ورزشي کلبونو سره معرفي کړي.
د فیفا مشر ګیاني انفنټینو وايي:" دغو مېرمنو ته به د نړیوالو لوبو زمېنه برابره شي او دا به د دوی د خوندیتوب او هوسایني پر لور لومړني ګامونه وي."
د افغان ښځینه فوټبال لوبډلې یوه لوبغاړې نیلاب وايي، فوټبال ورسره ډېره مرسته کړې ده. "زما لاسته را وړنې یوازې په ما پورې اړه نه لري، بلکې دا د ټول افغانستان دي، په ځانګړې ډول د ښځو او نجونو دي. په دغو سیالیو کې برخه اخیستل، ما ته را زده کړه، چې څنګه له نورو سره مرسته وکړم او څنګه د افغانستان استازیتوب وکړم."