په خټه افغان فوټبالره نادیه ندیم وايي غواړم 'ساکر ایډ' کې په لوبېدو سره د محرومو ښځو استازولي وکړم

نادیه ندیم

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په خټه افغانه نادیه ندیم اوس د ایټالیا په ښځینه‌ سیري‌اې لیګ کې اې‌سي میلان لپاره لوبېږي

په افغانستان کې زېږېدلې فوټبالره نادیه ندیم وايي، غواړي سږکال په 'ساکر ایډ' خیریه لوبه کې په ګډون سره د هغو ښځو استازیتوب وکړي چې "غږ او لاسرسی نه لري".‌

نادیه تر هغې وروسته له خپلې مور او څلورو خویندو سره له افغانستانه اروپا ته تښتېدلې چې طالبانو یې پلار وژلی و. نوموړې هغه مهال ۱۱ کلنه وه.‌

هغې فوټبال د کډوالو په یوه کمپ کې پیل کړی و خو اوس د مانچستر سیټي‌ او د ډنمارک په ملي لوبډله کې د لوبېدو په ګډون ځلنده مسلکي مخینه لري.‌

په ۲۰۲۱ کال افغانستان کې واک ته د طالبانو له راستنېدو راوروسته یو ځل بیا په دغه هېواد کې د ښځو حقونه پام ‌وړ محدود او دوی له هر ډول رقابتي سپورت منع شوې دي.

دې د افغانستان د سپورتي سیالیو حالت په اړه توند بحثونه راپورته کړي او په دې لړ کې د انګلنډ د نارینه‌وو کرکټ له ملي لوبډلې غوښتل شوي‌ وو چې له افغانستان سره تېره میاشت د چمپینز ټرافۍ لوبه بایکاټ کړي.

ساکر ایډ د فوټبال یوې دوستانه سیالۍ له لارې چې د انګلنډ ملي لوبډلې او د نړۍ بېلابېلو هېوادونو له فوټبالرانو د جوړې شوې لوبډلې ترمنځ کېږي، د مرستو راټولو کلني مراسم دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) هر کال د دې لوبې د ټکټونو د پلور او د خلکو د بسپنې له لارې لسګونه میلیون ډالر راټولوي.‌

۳۷ کلنه ندیم وايي 'ساکر ایډ' یو بل ډول سپورتي مخاطبانو ته د رسېدو فرصت برابروي او نوموړې هیله لري چې له دې له لارې ډېر خلک پر هغو مسایلو خبر کړای شي چې ښځې ورسره په افغانستان کې او ورهاخوا سپورت ته د لاسرسي‌ برخه کې مخامخ دي.

هغې بي‌بي‌سي سپورت ته ویلي: "فکر کوم ډېره مهم ده، هلته زما حضور د دې ښکارندويي کوي چې څه شی ممکن دي... ان ضرور نه ده چې افغان نجونې دې وي. ما لپاره دا د هغو مېرمنو استازیتوب دی چې لاسرسی او غږ نه لري."

نوموړې زیاتوي "غواړم الهام بښونکې واوسم، خو [تر څنګ یې] واکمنو ته هم وښیم چې که چا ته دویم چانس ورکړل شي،‌ نو [پایله یې] ښکلې کېدای شي. ټولو مخاطبانو لپاره د دې پوهاوي رامنځته کول او پر دې خبرېدل چې په نړۍ کې تازه څه روان دي، مهم دي.‌"

'ډېرې ښځینه لوبغاړې یا باید کورنۍ یا مسلک غوره کړي'

اوکرایین

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، نادیې مانچستر سیټي لپاره د لیګ ۱۵ لوبو کې ۶ ګولونه کړي وو

نادیه به د نورې نړۍ له لوبغاړو د هغې جوړې شوې لوبډلې برخه وي، د جون میاشتې پر ۱۵مه 'اولډ‌ ټرافورډ' کې د واین روني‌ او ټایسن فیوري په ګډ مدیریت د انګلنډ له ملي لوبډلې سره مخامخېږي. دا سیالي د ماشومانو خیریه صندوق 'یونیسف' ته د پیسو راټولو لپاره کېږي.

د دغو مراسمو په ګډونوالو کې به د نادیې حضور ځکه غیر معمول وي، چې هغه لا هم یوه فعاله مسلکي ورزشکاره ده او د ایټالیا په ښځینه 'سیري‌ اې' سیالیو کې اې‌سي میلان لپاره لوبه کوي.

نادیه ندیم د اروپا او امریکا په پېژندل شویو لیګونو کې له حضور وروسته، د ۲۰۲۴ - ۲۰۲۵ کال د فصل پیل کې له اې‌سي میلان سره یو ځای شوه. نوموړې وايي چې د یوه مخ پر ودې لیګ په یوه کلب کې د لوبېدو له ننګونې خوند اخلي.

میلان لوبډله په ۲۰۱۸ کال کې جوړه شوې او تر اوسه یې کوم ستر جام نه دی ګټلی. ښځینه سیري‌اې د یوفا (د اروپا فوټبال ادارو ټولنې) لخوا د اروپا په کچه پنځم غوره لیګ بلل شوی دی.

نادیه وايي: "دا له نورو ښځینه لیګونو [چې زه پکې لوبېدلې یم] ډېر توپیر لري - دوی لا هم هڅه کوي چې خپله لاره ومومي. زما ننګونې خوښېږي. دا مې خوښېږي چې څوک د یو شي [ترلاسه کولو] لپاره هلې‌ځلې وکړي. وروسته چې کومه جایزه ترلاسه کوئ، هغه غوره وي."

نوموړې زیاتوي: "اړتیا ده چې د ښځو لوبه بدله او ښه کړو. ایټالیا ته په تګ سره مې غوښتل چې میلان لپاره یو څه وکړم. دوی د نارینه‌وو لوی کلب لري - ما فکر کاوه چې کولای شم د ښځو لپاره یو څه وکړم. "

نادیه ندیم

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، نادیه ندیم پر لیګونو سربېره د ډنمارک ملي لوبډلې لپاره هم لوبې کړې

میلان سږ کال خپلې ښځینه لوبډلې لپاره د زیږون پالیسۍ کې یو مهم مرستندویه بدلون راوستی دی. که کومه لوبغاړې له دغه کلب سره د تړون په وروستي کال کې میندواره شي، نو د مالي امنیت ډاډمنتیا لپاره یې تړون په اتومات ډول د ۱۲ میاشتو لپاره غځول کېږي.

نادیه وايي، "لا هم ډېری ښځینه لوبغاړي باید انتخاب وکړي - که کورنۍ تشکیلوي، نو قرارداد به ونه لري، او ښايي د یو یا دوو کلونو لپاره [له تړون] بهر وي. دا [مالي ملاتړ] تاسې ته امکان دربښي چې لا هم په لوړه کچه سیالي وکړئ. پوهیږم میلان په اروپا کې یو له لوړو ټیمونو دی چې دا کار کوي."

اغلې ندیم د امریکا په ځینو کلبونو کې ښځینه لوبغاړو ته د ملاتړ یادونه کوي او وايي چې "اروپایي لوبډلې هم دغه ذهنیت ته اړتیا لري".

هغه وايي "د دې ډول اقداماتو درلودل دا اسانوي چې یو غوره لوبغاړی واوسئ او احساس کړئ چې کولی شئ کورنۍ تشکیل کړئ."

'انګلنډ کې د فوټبال پر وده ویاړم'

نادیه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، نادیه د افغانستان هرات کې زېږېدلې او په ۲۰۰۰ کال کې اروپا ته کډواله شوې ده

نادیه ندیم یو نیم فصل له مانچستر سیټي سره تېر کړی او د ۲۰۱۹ کال په جنورۍ کې یې دا کلب پرېښود. نوموړې وايي له هغې راهیسې انګلنډ کې د ښځینه‌وو فوټبال ودې حیرانه کړې ده. دې ودې سره ۲۰۲۲ کال په خپل کوربتوب د یورو جام ګټلو هم مرسته کړې ده.

په دې وروستیو فصلونو کې د انګلنډ د نارینه‌وو د فوټبال پریمیر لیګ سیالیو په لوبغالو کې د ښځینه‌وو د سوپر لیګ سیالیو ترسره کېدل معیاري عمل ګرځېدلی. ټاکلې مانچسټر ډربي (د مانچستر یونایټېډ او مانچستر سیټي ترمنځ سیالي) می میاشت کې په اولډ ټرافورډ کې ترسره شي.

اولډ ټرافورډ د مانچسټر یونایټېډ لوبغالی دی او دا به د نادیه لومړی ځل وي چې لوبه پکې کوي.

هغه وايي "له يورو ۲۰۲۲ راهيسې په انګلنډ کې ډېر څه پېښ شوي دي. ذهنیت بدل شوی او لیدل یې ښکلي دي. "

نوموړې زیاتوي، "دا ویاړ رابښي چې ګورم د انګلنډ د ښځو لوبه څومره پرمخ تللې ده. او د دې مستحقه هم ده. موږ هم [د نارینه‌وو ته] ورته قرباني ورکوو، لږترلږه د هغه څه چې تمه یې لرئ دا دي چې مساوي چلند درسره وشي. "

اغلې ندیم وايي، "ایټالیا تر هغې شا ته ده چې انګلنډ څو کاله مخکې وو. یوازې پخپله لیګ نه، بلکې د ښځو د فوټبال په اړه ذهنیت هم. دا هغه څه وو چې زه کله په انګلنډ کې وم کار پرې کېده، نو دا به وخت ونیسي."

دا په خټه افغانه فوټبالره زیاتوي: "د مانچستر یونایټېډ ډېرو سیالیو ته تللې یم خو کله مې هم د لوبې میدان کې حضور نه درلود. نو اوس به یې له بلې‌خوا تجربه کړم."

هغه زیاتوي چې "مېړه مې د یونایټېډ لوی مینه‌وال دی، نو هغه ورته تر ما هم ډېر لېوال دی."