BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • اورګاډی-حیرتان، افغانستان

    پاکستان سره لا هم لارې تړلي؛ ازبکستان غواړي افغانستان سره سوداګري 'پنځو میلیاردو ډالرو' ته لوړه کړي

    د طالبانو حکومت وايي، له ازبکستاني چارواکاو سره یې د دوه اړخیزې سوداګرۍ پر پراختیا خبرې کړې او دواړه هېوادونه هوډ لري چې پخپلو کې یې دوه اړخیزه سوداګري 'پنځو میلیارد ډالرو' ته لوړه شي. ازبکستان او افغانستان هوکړه کړې چې خپلې اقتصادي اړیکې په پام وړ ډول پراخې کړي او دوه‌اړخیزه سوداګري تر ۵ میلیارده ډالرو ورسوي. دا خبره د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشید خواجه‌یف کړې ده.

  • یوه محجوبه نجلۍ د څښاک حالت کې

    په روژه کې د قهوې نه څښلو له امله له ذهني فشار سره مخ کېږئ؟

    کیسه داسې ده چې په نهمه زېږدیزه پېړۍ کې یوه عرب شپون د خپلو پسونو عجیبه حرکتونه ولیدل چې د یوې ځانګړې ونې د مېوې له خوړلو وروسته یې کول. کله چې هغه پخپله دا مېوه وڅکله، نو د ډېرې انرژۍ احساس یې وکړ او دا همدا د قهوې بوټی و. د بریتانیکا انسایکلوپیډیا په وینا، د قهوې وحشي بوټي په ۱۵مه پېړۍ کې له ایتوپیا د عرب ټاپووزمې سوېل ته ولېږدول شول او د ۱۷مې پېړۍ تر پایه د نړۍ نږدې ټوله قهوه له یمن ترلاسه کېده.

  • لاریون کوونکي چې د عمران خان عکس لېږدوي.

    د پاکستان له سترې محکمې په شفا روغتون کې د عمران خان د درملنې غوښتنه شوې

    د پاکستان تحریک انصاف د دغه هېواد له سترې محکمې غوښتنه کړې چې د ګوند مشر او پخوانی لومړی وزیر عمران خان دې د سترګو درملنې لپاره له زندانه د اسلام اباد (شفا نړیوال روغتون) ته ولېږدول شي. دا غوښتنه د پاکستان پارلمان یا په قامي اسمبلۍ کې د تحریک انصاف غړي سردار لطیف کوسه کړې او له محکمې یې غوښتي چې د سترګو ناروغیو د یوه متخصص له لوري دې د عمران خان د سترګو معاینه او بیا درملنه وشي.

  • پر ځمکه د کور ځينې سوځېدلي توکي پراته دي چې اوس هم اور پرې بل دی.

    چارواکي: بلوچستان کې په دوو بریدونو کې د امنیتي کسانو په ګډون نهه تنه وژل شوي

    پاکستاني چارواکي وايي چې د بلوچستان په دوو ولسوالیو کې دوه جلا بریدونه شوي چې لږترلږه نهه تنه پکې وژل شوي دي. پرون هم له بلوچستانه د دوو بریدونو خبر ورکړل شوی و. د بي‌بي‌سي اردو د خبر له مخې، په وژل شوو کې درې امنیتي کسان او شپږ عام خلک دي. په دغو بریدونو کې څلور تنه ژوبل شوي هم دي. د بلوچستان ایالتي اسمبلۍ دا بریدونه غندلي او اعلی وزیر یې میر سرفراز بوګټي ویلي چې عاملانو ته به یې د "خپلو اعمالو سزا ورکړل شي."

  • کله چې د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو د ۲۰۱۸ کال د جنوري پر ۱۴مه د هندوستان نوي ډیلي ته ورسېد، نو د هوايي ځواک په "پالم" هوایي ډګر کې د هند لومړي وزیر نریندرا مودي، چې سپین کورټا او شین رنګه چهارخانه جاکټ یې اغوستی و، د هغه تود هرکلی وکړ. نتنیاهو په دغه سفر کې سوربخون شین (Navy) رنګه دریشي، سپین کمیس او روښانه شین رنګه نېکټايي اغوستې وه.

    مودي به اسرائیلو کې د فلسطین او غزې په اړه خبرې وکړي؟

    د هند لومړی وزیر نریندرا مودي په دوه ورځني سفر اسرائیلو ته تللی دی. دا د غزې د جګړې له پیل راهیسې د هغه لومړنی سفر دی. تمه ده چې مودي به د اسرائیلو پارلمان "کنیسټ" ته وینا وکړي او له اسرائیلي لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او ولسمشر اسحاق هرزوګ سره به وګوري. د مودي په مهالوېش کې له فلسطیني مشرانو سره کومه لیدنه نه ده شامله.

لنډې ویډیوګانې

  •  پنچ له خپل ننځک سره
  • ټرمپ
  • مجاهد
  • بي بي سي
  • nan
  • پښتنه
  • Imran Khan
  • یوه ښځه خورما خوري
  • پاسني تصویر کې کیم او لور یې لیدل کېږي او لاندې غمجن سرتېري چې په پوځي درېشیو کې ولاړ دي.
  • Hamim

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

  • یوه امیندواره مور خپل ماشوم سره ناسته ده. ماشوم یې د مور پر ګېډه سر اېښی دی.

    څېړنه: دوهمه میندواري د ښځو پر مغزو څه اغېز کوي؟

    دوهمه میندوارۍ د مور په مغزو کې 'ځانګړي' بدلونونه رامنځته کوي، چې ښايي له هغې سره د پام او تمرکز برخه کې مرسته وکړي. دا د امستردام پوهنتون طبي مرکز (UMC) یوې نوې څېړنې موندلې ده. څېړونکو مخکې موندلې وه، چې د ښځې دماغ د لومړۍ میندوارۍ پر مهال بدلون مومي څو د مور کېدو لپاره چمتووالی ونیسي.

  • د طالبانو سرتیري

    غچ که ستراتېژيکه چوپتیا: د پاکستان پر وړاندې د طالبانو حکومت راتلونکی ګام څه دی؟

    د فبرورۍ پر۲۲مه د افغانستان په پکتیکا او ننګرهار کې څو جلا هوايي بریدونو یو شمېر کسان مړه او ژوبل کړل. په پاکستان کې پوځي سرچینو ادعا کړې چې د ننګرهار، پکتیکا او خوست په دریو ولایتونو کې د ټي ټي پي یا د پاکستاني طالبانو غورځنګ او نورو وسله والو ډلو ۷ مرکزونه په نښه شوي چې له امله یې له ۸۰ څخه ډېر وسله وال وژل شوي دي. خو طالب چارواکي وايي چې په دې بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون بې ګناه ولسي وګړي وژل شوي دي.

  • له مور سره ماشوم او پلار یې خواته ناست دی.

    بریتانیا کې تاریخي پېښه: د یوې مړې شوې ښځې له رحم ماشوم زېږېدلی

    په بریتانیا کې لومړی ماشوم د یوې مړې شوې بسپنه ورکوونکې مېرمنې د ایستل شوي او پیوند شوي رحم له لارې زېږېدلی. ۳۰ کلنه ګریس بیل، چې له ماشومتوبه یې د میندوارۍ لپاره روغ رحم نه درلود، وايي چې د هغې لس اوونیز زوی "هوګو" په ټوله معنا یوه "ریښتینې معجزه" ده.

  • ایلان مسک په ایکس په یوه پوسټ کې توضعات ور کړه چې ولې سپیس ایکس خپل تمرکز په مریخ کې د ښار جوړولو پر ځای په سپوږمۍ کې د ښار جوړولو ته واړوه.

    ایلان مسک غواړي د مريخ پر ځای په سپوږمۍ کې ښار جوړ کړي، خو دا به څه ډول ښار وي؟

    په سپوږمۍ کې "پر خپل مټ ‌ودان کوونکی ښار"، چې کېدای شي په لسو کلونو کې جوړ شي، هغه پلان دی چې اېلان مسک یې په وروستیو کې پر ایکس اعلان وکړ.

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , د اوونۍ بحث, ۱۶:۳۰, ۲۵ فبروري ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده

    د اوونۍ پر مهمو مسايلو تفصيلي بحث

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي