
د نړۍ لوړې ژورې لړۍ له وروستۍ مخكې برخه كې پر چاپېريال غور كېږي.
په وروستيو كلونو كې د نړۍ په بېلا بېلو برخو كې سياستوالو دې ته پر پام كولو پيل كړى چې د ككړتيا او اقليمي بدلون په څېر ستونزې څنګه حل كړى شي.
د ملګريو ملتونو د چاپېريال پروګرام يو نوى راپور په دې پاى ته رسېدلى د هغه څه ترمنځ چې ساينس يې وايي د تودوخې لوړوالي كابو كولو كې اړين دي او هغه څه چې حكومتونو يې د ترسره كولو ژمنه كړې، پراخه تشه ده.
له نړيوال اقتصادي كړكېچ سره د كاربون وتنې كچه هم رالوېدلې ده، خو د ۲۰۰۹ كال په اوږدو كې يوازې ۱،۳% سلنه وه، او د ملګريو ملتونو د چاپېريال پروګرام ګواښنه كوي چې دغه كچه به بيا د اقتصاد له پورته تلو سره لوړېږي.
د نړيوالې انرژۍ ادارې له خوا خپرې شوې شمېرې ښيي د امريكا متحده ايالتونه او چين د نړۍ د كاربون دوه اوكسايد تر ټول ستر ايستونكي دي، چې د ايستو كچه يې په ترتيب سره ۵،۶ او ۶،۵ ټنه كېږي، په داسې حال كې چې د كونګو ديموكراتيك جمهوريت او سېنېګال په څېر وروسته پاتې افريقايي او هم د ختيځې اروپا ځينې هېوادونه د كاربون كمه يا هم هېڅ ايستنه نه لري.
خو بيا هم د سړي سر كاربون ايستنه په يو څه كم توپير سره بيا بېله كيسه ده، د منځني ختيځ يو شمېر هېوادونه د سړي سر تر ټولو لوړه كچه كاربون وباسي، چې قطر يې په سر كې راځي او د كاربون ايستنې كچه يې د سړي سر ۴۲،۰۹ ټنه كېږي.
ترېنېډاډ او ټوباګو د سړي سر كاربون ايستنې نوملړ كې پنځم ځاى لري، چې ۲۸،۴ ټنه كېږي. د كاربون ايستنې كچه په وروستيو كلونو كې په چټكۍ لوړه شوې، چې يوه برخه يې د برېښنا ډېر توليد او بله برخه يې د صنعتي سرچينو كارونې لاملونو سره تړلې ده.
ايسلنډ په نړۍ كې د سونګ توكيو د بيا نوې كېدونكو سرچينو كارونې په سر كې راځي، خو بيا هم دغه هېواد له قطر وروسته په نړۍ كې د سړي سر د تېلو كارونې دوهم ځاى نيسي.
تاسې د خپل چاپيريال په اړه څه نظر لرۍ؟ که غواړئ خپلې تجربې راسره شريکې کړئ نو د لاندينۍ فورمې په ډکولو يي راستوئ.
له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ
* اړينې برخې په نخښه کوي
ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي


















