
د نړۍ لوړې ژورې لړۍ درېيمه برخه كې د ژوند اږدوالي اټكل ته كتنه كېږي. د خلكو د عمرونو او مړينې اټكل د نړۍ په بېلا بېلو برخو كې په پراخ ډول سره توپير كوي – نو پوښتنه دا ده پر هغو لارو چارو يې اغېز څه دى چې خلك پرې ژوند كوي؟
د عمر اوږدوالي او مړينې اټكل د نړۍ چاپېر سره خورا ډېر توپير كوي، په جاپان كې له ۸۳ كلنۍ نيولې، بيا په افغانستان او زمبابوې كې د عمر اټكل ۴۲ كلونو ته رسېږي.
په ډېرو پرمختلليو هېوادونو كې د ۲۰ مې پېړۍ له نيمې راهيسې د ژوند اټكل په منظم ډول په زياتېدو دى، تر ډېره يې لامل د ژوند معيارونو لوړوالى او هم د ساري يا يو بل ته د لېږدېدونكو ناروغيو نژدې له منځه وړنه ده.
په ډېرو پرمختايي هېوادونو كې په زياتېدونكي ډول د ماشومانو ژوندي پاتې كېدنې او طبي پرمختياوو هم د ژوند اټكل ښه والي كې رول لوبولى دى، كه څه هم ځينې نيمه بېديايي هېوادونه په ناوړه ډول له (اېچ اي وي - اېډز) اغېزمن شوي دي.

افغانستان کې د عمر اټکل ٤٢ کلونو ته رسيږي خو جاپان د نړۍ تر ټولو زيات عمر لرونکي خلک لري.
كاروپوهان وايي د اوږده ژوند لرنې ميلان داسې ښكاري چې دوام كوي، او دا چې خلك تر ۱۰۰ كلنۍ يا ترې ورپورته ژوند وكړي، شونې ده چې لا ډېره عادي خبره شي. د ملګريو ملتونو له اټكلونو سره سم د نړۍ سل كلنو وګړيو شمېر به په (۲۰۵۰) كال كې تر ۲،۲ مليونو پورې ورسېږي.
جاپان د نړۍ د تر ټولو زيات عمر لرونكي خلك لري، د دغه هېواد څه د پاسه %۲۰ سلنه وګړي له ۶۵ كلونو زيات عمر لري، او د ۲۰۱۰ كال په سپتمبر كې د سل كلنو خلكو شمېر په كې ۴۴،۴۴۹ ته رسېده.
د مړينې كيفيت شمېرې چې د ايكانومسټ استخباراتي څانګې له خوا په ۲۰۱۰ كال كې خپرې شوې بريتانيا يې د ژوند وروستيو وختونو تېرولو او پاملرنه كې تر ټولو غوره هېواد بللى دى.
په دغو شمېرو كې په ۴۰ هېوادونو كې د ژوند اټكل، روغتيايي چارو لګښتونو او هم د ژوند وروستيو وختونو ته د پام په اړه د عامه پوهاوي په ګډون پر يو شمېر لاملونو غور شوى دي. په شمېرو كې هند تر ټولو ناوړه ځاى راغلى دى.
د ايكانومسټ استخباراتي څانګې راپور يو مهمه ننګونه چې حكومتونه او د ژوند وروستيو وختونو خدمتونو برابروونكي ورسره مخامخ دي، دا په ګوته كړې چې په څومره چټكۍ به دوى وكړى شي د زيات عمر لرونكيو خلكو ته د خدمت او پاملرنې بنسټونو كې ښه والى روالي.
تاسې څه فکر کوئ؟ که غواړئ خپل نظر او تجربې را سره شريکې کړئ نو د لانديني فورمې په ډکولو يي راستوئ.
له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ
* اړينې برخې په نخښه کوي
ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي


















