
په داسې حال كې چې له نړيوال اقتصادي كړكېچ وروسته د نړۍ په بېلابېلو برخو كې هېوادونه د خپلو اقتصادنو د بيا غوړونې هلې ځلې كوي، د نړۍ لوړې ژورې لړۍ شپږمه برخه په بېلابېلو هېوادونو كې د اسانه سوداګرۍ پر لارو چارو رڼا اچوي.
سينګاپور د اسانه سوداګرۍ په اړه د نړيوال بانك شمېرو په سر كې راځي، هانګ كانګ ورپسې دى او نوى زيلنډ درېيم ځاى نيسي. چاد د ۱۸۳ هېوادونو د لست په پاى كې ځاى لري.

کابل له واشنگټن،بيجينگ، اسلام آباد، تهران، ډيلي او څو نورو اروپايي هېوادونوسره زياتې اقتصادي اړيکي لري
دغې څېړنې د نوي كاروبار پيلونې په څېر له سوداګرۍ سره په تړاو نورو عاملونو ته هم كتنه كړې ده.
په ډېرو حالتونو كې د پرمختللې نړۍ هېوادونه چې عايدات يې لوړ دي ښه كړنه ښوولې ده، په داسې حال كې چې د بېوزليو پرمختيايي هېوادونو د كړنې ښه والى كم و. چاد له ۱۰ ټولګو نه د پنځو په پاى كې راځي.
د نړيوال بانك شمېرې ښيي چې د كونګو ديموكراتيك جمهوريت د خپل ټول كورني توليد په نړۍ كې تر ټولو ټيټه كچه لري چې د سړي سر ۱۶۳ ډالره كېږي، او د وګړيو يو پر څلور يې د ورځې له ۱،۲۵ كمو ډالرو ژوند كوي.
د كونګو ديموكراتيك جمهوريت د اسانه سوداګرۍ دغو شمېرو پاى ته نژدې راځي. سينګاپور چې د شمېر په سر كې راغلى د سړي سر ټول كورنى توليد يې ۳۶،۵۳۷ ډالره كېږي.
د موناكو وړوكى هېواد چې د شتمنو لپاره د ماليې پناځاى باندې شهرت لري، د ۲۰۰۸ كال شمېرو له مخې يې په نړۍ كې د سړي سر كورني توليد تر ټولو لوړه كچه درلوده، چې ۲۱۱،۵۰۱ ډالرو ته رسېده.
تاسې د سوداگرۍ په اړه څه نظر لرۍ؟ که غواړئ خپلې تجربې راسره شريکې کړئ نو د لانديني فورمې په ډکولو يي راستوئ.
له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ
* اړينې برخې په نخښه کوي
ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي


















