
د نړۍ لوړې ژورې لړۍ دوهمه برخه كې موږ پر فساد رڼا اچوو. د بي بي سي خبريالان به د سويډن او سوماليا په اړه څېړنې كوي، او دا پوښتنه به راپورته كوي چې په رښتيا هم دغه دواړه هېوادونه لكه څنګه چې ښكاري هماغسې دي.
سوماليا يو ځل بيا د نړۍ تر ټولو زيات فاسد هېواد بلل شوى، او په دې كې د برما، افغانستان او عراق په څېر جنګ ځپلو هېوادونو مخكې ده.
د فساد موندنې شمېرې چې د (روڼوالي نړيوالې ادارې) په نامه د برلېن مېشته ټولنې له خوا خپرې شوې، دنمارك، نوى زيلنډ او سينګاپور په كې د نړۍ تر ټولو كم فاسد هېوادونه ښوول شوي دي.
(سي پي اى) يا د فساد موندنې شمېرې په عام سكتور كې د فساد كچه اندازه كوي، چې فكر كېږي د نړۍ په (۱۷۸) هېوادونو كې وي، او بيا د صفر - تر ټولو زيات په فساد اخته، بيا تر (۱۰) – تر ټولو روڼ حالت، نومرې وركوي.
د (روڼوالي نړيواله اداره) په (۱۹۹۳) كال كې جوړه شوې چې د فساد ارزونه او څارنه وكړي. (سي پي اى) شمېرې چې هر كال خپرېږي، د (۱۳) خپلواكو پلټنو پايلې سره كاږي چې د (نړيوال بانك) او د ايكانومېست استخباراتي ټولګي په څېر سازمانونه يې ترسره كوي. دا چې هېوادونه سره ووېشل شي، د يو هېواد لپاره بايد لږ ترلږه درې نتيجې وي چې ترتيب يې وټاكل شي.
په افغانستان کې د فساد کچه هم ډيره لوړه بلل کيږي.
ستاسې نظر
ابو محمد نورزى - ډهلي - هند
زما په اند د اداري فساد یوه لاره کېدی شي چې حق داسی حقدار ته وسپاری چی هغه په صادقانه ډول کار وکړي او بله لاره یی یواځې د کارمندانو معاش لوړول دی. په درنښت..
تاسې د فساد په اړه څه نظر لرۍ؟ که غواړئ خپلې تجربې راسره شريکې کړئ نو د لانديني فورمې په ډکولو يي راستوئ.
له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ
* اړينې برخې په نخښه کوي
ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي



















