
د نړۍ لوړې ژورې لړۍ څلورمه برخه د جرمونو ارزونه كوي.
د نړۍ په بېلا بېلو برخو كې نژدې لس مليونه خلك په زندانونو كې دي - د دغه شمېر نژدې نيم يې په ګډه د امريكا په متحدو ايالاتو، چين او روسيه كې بنديان دي.
په ۲۰۰۹ كال كې د نړۍ د زندانونو وګړيو نوملړ دا ښووله چې د امريكا متحدو ايالاتو كې په هرو ۱۰۰ زرو كې ۷۵۶ بنديان دي، په داسې حال كې چې د هرو ۱۰۰ زرو نړيواله كچه ۱۴۵ تنو ته رسېږي.
د دغو لوړو ژورو په بل اړخ كې (لېخټنشټاين) په ۲۰۰۸ كال كې په خپلو زندانونو كې يوازې اووه كسان لرل، كه څه هم ځينې بنديان د اتريش په زندانونو كې ساتل كېږي، او د بنديتوب انډول په هرو ۱۰۰ زرو كې ۲۰ ته رسېږي.
د نشه يي توكيو او جرمونو په اړه د ملګريو ملتونو دفتر، د جنايي عدلي نظامونو د معلوماتو له مخې داسې شمېرې خپروي چې د نړۍ د ۱۹۸ هېوادونو د وژنو انډول ښيي.
د مركزي او جنوبي امريكا هېوادونه په نړۍ كې د انسان وژنې تر ټولو لوړه كچه لري.
په هندوراس كې د راپورونو له مخې په هرو ۱۰۰ زرو خلكو كې د وژنو شمېر ۶۰،۹ دى، اوله دې لږ څه كم ۵۹،۵ په جامايكا كې ښودل شوى، په داسې حال كې چې په ۲۰۰۸ كال د ايسلنډ او موناكو انډول صفر و. په انګستان او وېلز كې ۱،۲ او د امريكا متحدو ايالاتو كې ۵،۲ ثبت شوى دي.
د ژوند معيارونو په نامه يوې څېړنې چې د سلا وركونې (مېرسر) ادارې ترسره كړې، لوګزمبورګ يې په نړۍ كۍ د ځاني خونديتوب تر ټولو لوړې كچې هېواد نومولى، په داسې حال كې چې بغداد يې په نړۍ كې د ژوند لپاره تر ټولو كم خونديتوب ښار بللى دى.
دغه څېړنه چې د ۲۱۵ ښارونو حال ته په كې كتنه شوې، د جرمونو پر معيارونو او هم پر كورني ثبات غور شوى دى.
تاسې د جرمونو په اړه څه نظر لرۍ؟ که غواړئ خپلې تجربې راسره شريکې کړئ نو د لانديني فورمې په ډکولو يي راستوئ.
له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ
* اړينې برخې په نخښه کوي
ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي


















