د نړۍ لوړې ژورې : سريزه
لوړې ژورې په تلوېزیون، رادیو او آنلاین کې د پوښښ یو داسې نوی موسم دی، چې نړیوال توپيرونه ازمويي او موږ سره وېشي.
د راتلونکو څو میاشتو په درشل کې د بي بي سي خبریالان ځينې مهمې موضوعاګنې راسپړي، چې زموږ د نړۍ بېلابېل توپيرونه راسپړي. دغه ځانګړی پروګرام د "لوړې ژورې" په نامه یادېږي، چې د بي بي سي له تلوېزیون، رادیو او پر وېبپاڼو به خپرېږي.
په لومړۍ موضوع "<link type="page"><caption> ګرم او ساړه</caption><url href="http://www.bbc.co.uk/pashto/world/2010/12/101206_im_extreme_word_hot_cold.shtml" platform="highweb"/></link>" کې د بي بي سي د انګلیسي برخې خبریال آدم ماینوت په سایبریا کې د روسیې اویمیاکون کلي ته ورځي، چې د نړۍ تر ټولو ډېره سړه سیمه ګنل کېږي.
په اویمیاکون کې د جنورۍ میاشتې پرمهال د سړوښې درجه ۴۶ سانټي ګراډه وي، او هلته تل هوا ډېره سړه وي، خو دغه سیمه په سرو زرو او الماسو بډایه ده، او روسیه تر اوسه د نړۍ له زیاتو الماسو تولیدوونکو هېوادونو څخه ده.
د پروګرام دويمه موضوع په نړۍ کې د "<link type="page"><caption> فساد</caption><url href="http://www.bbc.co.uk/pashto/world/2010/12/101207_im_extreme_world_corruption.shtml" platform="highweb"/></link>" په اړه ده، چې سومالیا او سويډن د ډېر زیات او لږ فساد د لست په سر او پای کې راځي.
د بي بي سي خبریاله پاسکال هارټر دا موضوع ارزوي چې ایا سويډن چې په نړۍ کې په تر ټولو لږ فساد ستایل کېږي، ریښتیا هم داسې دی او که نه.
په راتلونکو نورو میاشتو کې بیا د "<link type="page"><caption> مړینه</caption><url href="http://www.bbc.co.uk/pashto/world/2010/12/101207_im_extreme_world_dying.shtml" platform="highweb"/></link>" ، "<link type="page"><caption> جرم</caption><url href="http://www.bbc.co.uk/pashto/world/2010/12/101207_im_extreme_world_crime.shtml" platform="highweb"/></link>"، "<link type="page"><caption> زده کړه</caption><url href="http://www.bbc.co.uk/pashto/world/2010/12/101207_im_extreme_world_education.shtml" platform="highweb"/></link>"، "<link type="page"><caption> سوداګري</caption><url href="http://www.bbc.co.uk/pashto/world/2010/12/101207_im_extreme_world_business.shtml" platform="highweb"/></link>"، "<link type="page"><caption> ککړتیا</caption><url href="http://www.bbc.co.uk/pashto/world/2010/12/101207_im_extreme_world_pollution.shtml" platform="highweb"/></link>" او "<link type="page"><caption> مذهب</caption><url href="http://www.bbc.co.uk/pashto/world/2010/12/101207_im_extreme_world_god.shtml" platform="highweb"/></link>" موضوع ګانې خپرېږي.
د انځورونو سرچینې: رویټرز، مګنوم، اسوشېټېډ پرېس، ګيتي او اى ايف پي دي.








