ایران پر ۶۱ امریکايي سیاستوالو بندیز اعلان کړ؛ پامپیو او بولټن هم پکې دي

مایک پومپئو در کنار مریم رجوی که در غیبت مسعود رجوی رهبری سازمان مجاهدین خلق را به دست گرفته است

د عکس سرچینه، mojahedin.org

د عکس تشریح، مایک پامپیو د مجاهدین خلق له یوې مشرې مریم رجوي سره

د ایران بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولټن او بهرنیو چارو پخواني وزیر مایک پامپیو په ګډون یې ۶۱ امریکايي سیاستوال خپل د بندیزونو لیست کې شامل کړي دي.

تهران وايي دا ګام یې ځکه اخیستې چې ګوندې دغو امریکايي سیاستوالو له 'مجاهدین خلق' سازمان سره اړیکې پاللې.

ایران مجاهدین خلق ترهګر سازمان بولي او وايي دغو امریکايي سیاستوالو د دغه سازمان تبلیغاتي پروګرامونو کې ګډون او ویناوې کولې.

د ایران بهرنیو چارو وزارت بیانیه کې راغلي چې مجاهدین خلق سازمان په ترهګریزو کړنو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د دوی له ۱۷ زرو ډېر وکړي وژل شوي دي.‌

مجاهدین خلق څوک دي؟

مسعود رجوی رهبر سازمان مجاهدین خلق از سال ۲۰۰۳ مفقود شده و به رغم شایعات درباره مرگ او، موضع رسمی این سازمان این است که رجوی زنده است

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د مجاهدین خلق مشر مسعود رجوي له ۲۰۰۳ کال نادرکه دی او د مړینې ګنګوسې یې خپرېږي، خو دغه سازمان وايي نوموړی ژوندی دی.

مجاهدین خلق یو انقلابي سازمان ګڼل کېده چې د ایران پخواني پاچا محمد رضا شاه پهلوي پر مهال د هغه د واکمنۍ پرځولو لپاره رامنځته شوی و.

مجاهدین خلق ځان یو "مسلمان کارکسیست" سازمان باله او غړو یې په ۱۳۵۴ کال دوه پوځي امریکايي مستشاران تهران کې ترور کړل.

دغه سازمان پیل کې د ایران د اسلامي انقلاب ننګه کوله او د انقلاب تر بریا یو کال وروسته یې هم ایران کې فعالیت کاوه.

خو د اسلامي انقلاب له مشرانو سره یې چې د واک واګي یې لاس کې اخیستي وو،‌ له اختلافاتو وروسته وسله والې مبارزې ته مخه کړه.

د دوی ځینې غړي او مشران دې وسله واله مبارزه کې ووژل شول او نور یې له هېواده ووتل.

دغه سازمان وروسته عراق کې چې هغه مهال ایران سره په جګړه بوخت و، د "ایران ازادي بښونکي پوځ" په نوم بېرته راټول شو او صدام حسین ورسره مالي او پوځي ملاتړ کاوه.‌

کله چې امریکا او لویدېځ د ترهګرو سازمانو نوملړ جوړاوه نو د مجاهدین خلق نوم یې هم پکې شامل کړ.

خو امریکايي ځواکونو په ۲۰۰۳ کال پر عراق له برید او د صدام حسین د رژیم له ړنګولو وروسته دغه سازمان بې وسلې کړ.

اسدي

د عکس سرچینه، TASNIM

د عکس تشریح، تېر کال د بلجیم یوې محکمې ویانا کې د ایران د سفارت دریم سکرتر 'اسدالله اسدي' پاریس کې د مجاهدین خلق سازمان ناسته کې د بم اېښودلو دسیسه کې ګرم وګاڼه او پر ۲۰ کاله بند یې محکوم کړ.

د مجاهدین خلق غړو تر دې وروسته اروپا کې د دې لپاره پراخې هڅې پیل کړې چې نوم یې د ترهګرو سازمانونو له لیست وایستل شي او بالاخره دا کار وشو.‌

امریکايي رسنۍ وايي مجاهدین خلق سازمان امریکايي سیاستوالو ته د دوی غونډو کې د ګډون په خاطر پیسې ورکوي.

د ایران بهرنیو چارو وزارت د شنبې ورځې بیانیه کې د امریکايي سیاستوالو دا کار دوه ګونی او دوه مخی چلن بلل شوی دی.‌