بلجیم کې محکمې ایرانی دیپلومات په ۲۰ کلونو بند محکوم کړی

اسدي

د عکس سرچینه، TASNIM

د عکس تشریح، د اسدالله اسدي نیول کېدو او محاکمه په ټینګو امنیتي تدابیرو کې ترسره شوي دي.

د بلجیم یوې محکمې ویانا کې د ایران د سفارت دریم سکرتر 'اسدالله اسدي' د فرانسې پلازمېنه پاریس کې د مجاهدین خلق سازمان په یوه ناسته کې د بم اېښودلو دسیسه کې ګرم وګاڼه او پر ۲۰ کاله بند یې محکوم کړ.

پر اسدالله اسدي تور دی چې پاریس کې یې د مجاهدین خلق سازمان یوه غونډه کې د بم اېښودو کې لاس درلود.

د ایران حکومت او د ښاغلي اسدي وکیلان وايي هغه له ديپلوماتیک خوندیتوب برخمن دی او محکمه پرې لګېدلو تورونو ته د رسېدو او پرېکړې صلاحیت نه لري.

خو انتورپ محکمه بیا استدلال کوي چې د اسدالله اسدي دیپلوماتیک مصونیت د هغه د ماموریت اړوند هېواد یعنې اتریش پورې محدودېږي، خو هغه په المان کې نیول شوی او بلجیم کې محاکمه شوی، چې د ديپلوماتیک خوندیتوب له حوزې یې وتلي دي.

د ښاغلي اسدي درې ملګري هم چې د ایران - بلجیم دوه ګونی تابعیت یې درلود - له ۱۵ تر ۱۸ کلونو په بند محکوم او د بلجیم تابعیتونه ترې اخیستل شوې دي.

اروپا کې تر دې وړاندې هم په وار وار د ایران د اسلامي جمهوري نظام پر مخالفانو بریدونه شوي او د ایران له رژیم سره د دغو بریدونو د عاملانو د اړیکو اسناد او شواهد هم ترلاسه شوي خو دا لومړی ځل دی چې یو ایرانی ديپلومات اروپا کې د ورته تور له مخې محکومېږي.

د اسدالله اسدي د زندان حکم داسې مهال صادر شوی چې لویدیځ سره د تهران اړیکي له حساس پړاوه تېرېدونکې دي.

په ځانګړې توګه امریکا کې واک ته د جو بایډن له رسیدو سره هڅې پیل شوي چې دغه هېواد بېرته د ایران اټومي هوکړې ته وګرځي.