امریکا دوه ایرانیان تهران ته د جاسوسۍ په تور نیولي

د امریکا عدلیې وزارت واييو دواړه تورن د اګسټ پر ۹مه نیول شوي

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د امریکا عدلیې وزارت واييو دواړه تورن د اګسټ پر ۹مه نیول شوي

د امریکا عدلیې وزارت دوه ایرانیان تهران ته د جاسوسۍ په تور نیولي. پر دوی امریکا کې د یهودي بنسټونو او د ایران مخالفو په اړه د معلوماتو راغونډولو او عکسونو اخیستو تور هم لګول شوی.

د عدلیې وزارت د یوې خبرپاڼې پربنسټ، ۳۸ کلن احمد رضا محمدي دوستدار، چې د ایران او امریکا تابعیتونه لري او ۵۹ کلن مجید قرباني چې د امریکا کلیفورنیا ایالت کې اوسېده، د روانې اګسټ میاشتې پر نهمه نیول شوي.

دوی داسې مهال نیول شوي چې د ایران او امریکا ترمنځ ترینګلتیا یوځل بیا ډېره شوې ده.

واشنګتن وروسته تر هغه پر ایران بندیزونه ولګول، چې ټرمپ د ایران د اتومي پروګرام پر سر له نړیوالو ځواکمنو هېوادونو سره له لاسلیک شوې هوکړې ووت.

د امریکا د ملي امنیت مرستیال لوی څارنوال جان دیمرز ویلي: "پر دوستدار او قرباني دواړو د ایران د ګټو لپاره د کار کولو تور دی، دوی سیاسي مخالفان څارلي او نور داسې فعالیتونه یې کړي، چې امریکایان خطر کې اچوي."

دوی کوم کارونه کول؟

پر نیول شوي دوستدار تور دی چې د ۲۰۱۷ جولای کې له ایرانه امریکا ته د ایران دښمنو حکومتونو په اړه د معلوماتو راغونډولو لپاره یې سفر کړی.

دی پر دې هم تورن دي چې ګني د اسرائیلي او یهودي بنسټونو او د خلق مجاهدینو د حرکت اړوندو کسانو په اړه یې څارګر معلومات راغونډول.

دا ډله د ایران د واکمن نظام قوي مخالفت کوي او د ایران د حکومت چپه کولو په لټه کې ده، خو تهران بیا دا ډله "ترهګره" بولي.

د امریکا عدلیې وزارت وايي، دوستدار شیکاګو کې د یهودي هاوس "رور چاباد" انځورونه اخیستي دي.

خو پر قرباني بیا تور دی چې د ۲۰۱۷ کال د سپتمبر ۲۰مه یې نیویارک کې د ایران ضد خلق مجاهدینو یوه لاریون کې ګډون کړی او د ګډونوالو انځورونه یې اخیستي.

کابو درې میاشتې وروسته، هغه له دوستدار نه د دغو انځورونو مقابل کې په انځور کې د معلومېدونکو کسانو په اړه د یاداښت د کتابچې سربېره،۲۰۰۰ ډالر ترلاسه کړي دي.

د امریکا مرستیال څارنوال ویلي، دا پیسې له ایران نه د دوستدار تر ستنېدا وروسته لاس انجلیس کې لاس په لاس شوې دي.

د عدلیې وزارت وايي، د ۲۰۱۷ ډیسمبر کې ایران ته د ستنېدو پرمهال د امریکا یوه هوايي ډګر کې یې د دوستدار په بکسونو کې د هغه په لاسلیک د پیسو مقابل کې یادښتونه او انځورونه ترلاسه کړي.

ویل کېږي قرباني د ۲۰۱۸ کال مارچ کې هم ایران ته سفر کړی، چې امریکا کې د خلق مجاهدینو په اړه ترلاسه شوي معلومات وړاندې کړي.

بیا دوې میاشتې وروسته مې کې واشنګټن کې د خلق مجاهدینو د بشري حقونو اړوند هغه کنفرانس ته ورغلی، چې ایران کې د ازادۍ په اړه و، هلته یې د ویناوالو او ګډونوالو انځورونه اخیستي.

د امریکا او ایراني مشرانو ترمنځ اړیکي ترینګلي شوي دي

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د امریکا او ایراني مشرانو ترمنځ اړیکي ترینګلي شوي دي

پر دوی لګول شوي تورونه

دسیسه، د ایران د ګټو لپاره کار کول، چې د امریکا له بندیزونو سرغړاوی دی.

د څارنوال له اجازې پرته د ایران د حکومت لپاره جاسوسي کارونه.

که پر دوی لګېدلي تورونه ثابت شي، ۲۰ کاله بندي کېدای شي.

دا هم د لوستلو دي: