ایران وايي د انګرېزانو يو "جاسوس" یې نیولی

ایران وايي، یو شکمن کس یې نیولی، چې په وینا یې د برتانیا څارګر سازمان (اېم ای ۶) ته یې جاسوسي کوله.
د ایران کرمان انقلابي محکمې مشر داد خدا سالاري خبریالانو ته ویلي، چې دغه کس د استخباراتو ریاست مامورینو "تر یو لړ ډېرو پېچلو فعالیتونو وروسته" پېژندلی او نیولی دی.
سالاری زیاتوي چې: "یاد شوی تورن ۱۱ ځلې په په کور دننه او بهر کې د انګریزانو له استخباراتي افسرانو سره اړیکي نیولي، یا یې ورسره کتلي، چې په هره کتنه کې ایم ای ۶ ته د اړتیا وړ معلومات ورکړي دي".
نوموړی زیاتوي، نیول شوي کس د استخباراتو له څلورو افسرانو سره اړیکه لرله او هغوی ته یې استخباراتي معلومات ورکړي دي.
د کرمان د انقلابي محکمې د مشر په وینا، اوس د دغه کس محاکمه روانه ده.
دغې محکمې وړاندې هم ویلي وو، چې ګني یو شکمن کس یې اسرائيلو ته د جاسوسۍ په تور نیولی دی.
ښاغلي سالاري په دې اړه مخکې ویلي وو چې تورن کس مخکې د سوېل ختیځې اسیا هېوادونو کې د سوداګرۍ په پلمه فعالیت کاوه، چې تایلنډ ته یې په خپل وروستي سفر کې "تایلنډ کې د اسرائیلو سفارت استخباراتو ته په یوه تماس کې استخباراتي معلومات ورکړي وو".
د ایران قوانینو له مخې، که پر کوم تورن د جاسوسۍ تورونه ثابت شي، سزا یې اعدام ده.
وړاندې کلونو کې څو کسان د جاسوسۍ په تور اعدام شوي وو.
په تېره مې کې د تهران څارنوالۍ له خوا دوه کسان موساد او سي ای اې ته د جاسوسۍ په تور په دار وځړول شول.
څارنوالۍ هغه مهال ویلي وو چې له تورنو یوه کس محمد حیدري د اسرائيلو جاسوسي سازمان موساد ته له ایرانه بهر د پیسو په مقابل کې"د هېواد امنیتي معلومات او د هېواد پټ رازونه" ورکړي وو.
د دویم تورن نوم کوروش احمدي ښوول شوی و، چې د تهران د څارنوالۍ په وینا "د هېواد استخباراتي معلومات" یې د امریکا مرکزي استخباراتو سازمان سي ای اې ته ورکړي وو.
دغه خبرونه په داسې وخت کې خپرېږي چې ايران او بریتانيا د خپلمنځيو ډيپلوماټيکو اړيکو بيا ژوندۍ کولو تابيا کې لومړی ګام پورته کړی دی.
بريتانيا په ۲۰۱۱ کال کې د ايران پلازمېنه تهران کې خپل سفارت وروسته له هغه وتاړه، چې د ايران اتومي پروګرام پر سر بريتانيا پر دغه هېواد اقتصادي بنديزونه ولګول.
د ايران استازی تېره اوونۍ بریتانيا ته خپل لومړی سفر وکړ، چې په ترڅ کې يې د بريتانيا بهرنيو چارو وزارات چارواکيو سره وکتل.
د ايراني استازي سفر تهران ته د بريتانوي استازي تېرې مياشتې له سفر وروسته وشو، چې په تېرو دوو کلونو کې لومړی بريتانوی ډيپلومات دی چې ايران ته سفر کوي.








