نوی برتانوی استازی ایران ته لومړی سفر کوي

اجای شرما
د عکس تشریح، اجای شرما د ۲۰۰۷ او ۲۰۰۸ کلونو ترمنځ ترهان کې د برتانیا د دیپلوماتیکې استازولۍ مرستیال مشر پاتې شوی.

د ایران لپاره د برتانیا نوی استازی اجای شرما په خپل لومړي سفر د سې شنبې په ورځ تهران ته ځي.

دا له تېرو دوو کلونو راهیسې ایران ته د برتانوي دیپلومات لومړنی سفر دی.

دوه کاله وړاندې تهران کې د برتانیا پرسفارت برید وشو، چې د دواړو هېوادوهو ترمنځ دیپلوماتیک اړیکي وشلېدل.

د برتانیا د بهرنیو چارو وزارت تېره میاشت ویلي وو چې اجای شرما یې په ایران کې له فزیکي موجودیت پرته برتانیا کې د ایران اړوندې چارې مخته ته وړي.

ایران په وروستیو کې له لویو قوتونو سره د اتومي لانجې پر سر یوې موافقې ته ورسېد، چې شاید نړیوال اقتصادي بندیزونه پرې راکم شي.

برتانیا په ۲۰۱۱ کال تهران کې وروسته تر هغه خپل سفارت وتاړه، چې قهرېدلو ایراني لاریونیانو یې پر سفارت برید وکړ.

دغه لاریون کوونکي له دې کبله قهرېدلي وو، چې ګني برتانیا پر ایران د اقتصادي بندیزونو پلان جوړ کړی.

برتانیا هم له ایرانه خپل ديپلوماتیک کسان وایستل، او په مقابل کې یې له برتانیا ایراني ديپلوماتان هم وشړل.

د اړیکو ټینګول

د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر ویلیم هېګ د تېر اکتوبر پر اتمه اجای شرما وړاندې له دې چې د ایران د اتومي لانجې پر سر خبرو کې موافقه وشي، د تهران لپاره د خپل هېواد د استازي په توګه اعلان کړ.

برتانیا وايي، نوی استازی یې له دې کبله وټاکه، چې په وینا یې د ایران د نوي ولسمشر حسن روحاني په سیاست کې تر نورو مخکنیو ایراني سیاستوالو ډېر نرمښت ښکاري.

هېګ نژدې یوه میاشت وړاندې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر محمد جواد ظریف سره هم لیده کاته درلودل.

تهران کې د برتانیا سفارت
د عکس تشریح، برتانیا په ۲۰۱۱ کال تهران کې وروسته تر هغه خپل سفارت وتاړه، چې قهرېدلو ایراني لاریونیانو یې پر سفارت برید وکړ.

هېګ پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي وو چې د برتانیا نوی استازی به د ایران او برتانیا ترمنځ د اړیکو ښه کېدو لپاره نېکه پیلامه وي.

بل خوا، ایران هم له فزیکي موجودیت پرته برتانیا ته یو استازی ټاکلی، چې په دیپلوماتیک عرف کې د یوه سفیر له پوړۍ ښکته دی.

د ایران (ارنا) خبري اژانس ویلي، چې شرما به تهران کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره وغږېږي او د ایران استازی به هم ژر برتانیا ته سفر وکړي.

اجای شرما د ۲۰۰۷ او ۲۰۰۸ کلونو ترمنځ ترهان کې د برتانیا د دیپلوماتیکې استازولۍ مرستیال مشر پاتې شوی.