ايران د اتومي پروګرام په اړه بیا خبرې پيل شوې

د ایران د اتومي پروګرام د راتلونکې په اړه په جنيوا کې د تهران او ۵+۱ هېوادونو ترمنځ یوځل بیا خبرې پیل شوې. ایراني مرکچیانو د دواړو لورو ترمنځ د "باور د نشتوالي" خبره کړې ده.
د ایران او نړۍ ۵+۱ هېوادونو ترمنځ د ایران د اتومي پروګرام پرسر خبرې یوځل بیا په ژنیوا کې پیل شوې دي.
د خبرو د دغه نوي پړاو مشري د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشره کاترین اشتون او د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظریف کوي.
د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر وايي، تمه نه لري چې له شپږو هېوادونو سره دې د یورانیموم د بډاینې په تړاو کومې څرګندې پرېکړې ته ورسېږي.
د ایران رسمي خبري اژانس د عباس عراقچي له قوله ویلي، چې "هېڅ ډول پرېکړه ایران ته د یورانیمو د بډایه کولو حق نه ورکوي، او له سره به یې پرېکړه موږ ته د منلو وړ نه وي".
د ایران مرکچي ډلې دغه غړي دا شک هم ښوولی، چې د مرکچیانو ترمنځ د باور فضا نه شته.
عراقچي زیاتوي چې د خبرو د پرمختګ په مخ کې لوی خنډ د باور نشتوالی دی.
نوموړي دا هم ویلي چې د ایران له لوري د باور فضا هم څپ څپانده شوې ده.
دی وايي چې "دا لوبه باید تکرار نه شي، او د ایران د ولس حقونه په پام کې ونیول شي".
د تېرې پنجشنبې په ورځ د ایران د لانجمن اتومي پروګرام پر سر ژنیوا کې لانجمنې خبرې پیل شوې.
مثبتې خبرې
د امریکا په ګډون د نړۍ شپږ ځواکمن هېوادونه هڅه کوي چې یوې لنډمهالې پرېکړې ته ورسېږي، چې په لړ کې یې ایرا د یورانیمو د بډایه کولو چاره ودروي.
دوی وايي، که چېرې ایران دا کار وکړي، په مقابل کې به پرې بندیزونه نرم شي.
دواړو غاړو د تېرې چارشنبې ورځې خبرې مثبتې بللې وې.
خو امریکا وايي، ایران ته به د اتومي هڅو د پیاوړتیا لپاره د خبرو پرمهال نور وخت ورنه کړل شي.
خو ایران ټنیګار کوي چې له خپل حق به تېر شنه شي، او اتومي هڅې یې د سوله ییزو موخو لپاره دي.
اټکل دی، چې دغه خبرې په ژنیوا کې تر جمعې ورځې دوام وکړي.
د ژنیوا په دغو خبرو کې د ۵+۱ یعنې امریکا، برتانیا، چین او روسیې او جمع جرمني استازي ګډون لري.








