جان کېري: پر ايران تازه بنديزونه خبرې زيانمنوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د دغه هیواد له کانګرس نه غوښتي چې پر ایران نور بندیزونه ونه لګوي.
نوموړي ویلي نوي بندیزونه کیدای شي د ایران د اتومي لانجې پر سر د خبرو اترو روان بهیر ټکنی او يا هم له منځه یوسي.
ښاغلي کېري دا څرګندونې له امريکايي سناتورانو سره پر ایران د فشار د زیاتوالي په اړه له خبرو وړاندې کړې دي.
مخکې ښاغلي کېري ويلي وو، چې د کانګرس له لوري پر ايران د تازه بنديزونو لګول به يوه تېروتنه وي.
ښاغلي کیري ویلي امریکا او د نړۍ ځواکمن هېوادونه په دې يوه خوله دي که ایران د اتومي وسلو د نه جوړولو ډاډ ورکړي، پر دغه هیواد لګیدلي بندیزونه به نرم شي.
ده ویلي که په ایران تازه بنديزونه ولګول شي، ښايي د تهران د اتومي لانجې پر سر خبرې چې راتلونکې اوونۍ بیا پيلیږي له ځنډ او خنډ سره مخامخې شي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير وويل: ''زموږ هيله دا ده چې نور بندیزونه باید د یو ساده دلیل له مخې ونه لګول شي. که داسې وشي نو هغه لوری به چې موږ له هغوی سره د خبرو په حال کې یو دا کار بې اعتمادي وګڼي، او یوې هوکړې ته رسیدل به ناشوني کړي''.
ښاغلي کېري خبرداری ورکړی که بنديزونه پرته له کوم جوت دليله ولګول شي ښايي د خبرو هغه لوری له لاسه ورکړو، چې ۳۰ کاله وروسته مو موندلی دی.
ده د امريکا له کانګرس نه وغوښتل چې دپلوماتیکو هڅو ته فرصت ورکړي.
په جنيوا کې د لومړي پړاو خبرې دواړو غاړو تر يوه بريده ښې بللي او ويلي يې دي، چې نورې خبرې کولی شي دغه خبرې بريالۍ کړي.
لويديځ قوتونه په ايران شک لري چې ګواکې د اتومي وسلو جوړولو پلان لري، خو ايران وايي پروګرام يې سوله ييز دی.








