بيروت کې د ايران پر سفارت چاودنو ګڼ کسان وژلي

د لبنان په پلازمېنه بیروت کې دوه ځواکمنو چاودنو د ایران سفارت ویجاړ کړی دی. په دغه چاودنو کې ۲۲ کسه وژل شوي او ۱۴۰ نور ژوبل دي.
بېروت کې د ایران سفارت منلې چې د سفارت کلتوري سلاکار شیخ ابراهیم انصاري وژل شوی خو د ایران بهرنیو چارو وزارت وايي نوموړی ژوندی دی.
ښاغلي انصاري خپله دننده یوه میاشت مخکې پیل کړې وه.
په ویډیويي انځورونو کې پراخه ویجاړي، سوځېدلي ګاډي او د انسانو مړي او په هوا کې لوګي لیدل کېږي.
چارواکو ویلي، دغه پېښه د یوه موټر او یوه موټرسایکل د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.
ايران په لبنان کې د حزب الله د شيعه ډلې چې سوريې ته يې د بشار الاسد په ملاتړ جنګيالي لېږلي، لوی ملاتړی هېواد دی.
د برید پړه د عبدالله عزام ډلې په غاړه اخیستې. ويل کېږي چې دا د حزب الله مخالفه ډله ده.
بېروت کې د بي بي سي خبریال پول وډ وايي، دغه بریدونه د دې لپاره شوي، چې له لارې یې د سوریې د حکومت د دوو مهمو ملاتړو ایران او حزب الله ډلې ته روښانه پیغام واستول شي.
د سوریې حکومت هڅه کوي، چې د لبنان له سرحده سوریي یاغیانو ته ورتلونکې اکمالاتي لار وتړي، چې دغو حکومت مخالفو ډلو ته د اکمالاتو له وروستیو لارو ده.
د یوې ډلې مشر چې له القاعدې سره تړاو لري دا برید د "شهادت عملیات" بللی او وايي چې برید د لبنان "دوه سني قهرمانانو" تر سره کړی.
د سوریې کړکېچ په خپلو ګاونډیانو کې د فرقه ییز تاوتریخوالي وېره زیاته کړې ده.
د لبنان سني مسلمانان په سوریې کې د بشارالاسد پر ضد له سني یاغیانو سره څنګ په څنګ جنګېږي. د یاغیانو ځینې ډلې له القاعدې سره هم تړاو لري.
د بيروت سويل او د ايران د سفارت شاوخوا سيمې د حزب الله مضبوط مرکز بلل کېږي.
په وروستيو مياشتو کې دغه سيمه څو بريدونو ځپلې ده.
د اګست په ۱۵مه د بيروت په سويل کې يوې چاودنې ۱۶ کسه ووژل او لامل يې د سوريې په جګړه کې د لبنان ښکيلتيا وښوول شو.
خو دا پر ایرانیانو لومړنی برید دی.








