لاهم ایران کې "مرګ پر امریکا" شعارونه

    • Author, سياوش اردلان، بي بي سي فارسي
    • دنده, ژباړه: هدایت الله همیم

د تېرې دوشنبې په ورځ تهران کې د امریکا پر سفارت د برید له ۳۴ کلیزې سره سم،د ایران په بېلابېلو برخو کې د امریکا ضد مظاهرې وشوې.

د تېرې دوشنبې په ورځ تهران کېد امریکا پر سفارت د برید له ۳۴ کلیزې سره سم،د ایران په بېلابېلو برخو کې د امریکا ضد مظاهرې وشوې.
د عکس تشریح، د تېرې دوشنبې په ورځ تهران کېد امریکا پر سفارت د برید له ۳۴ کلیزې سره سم،د ایران په بېلابېلو برخو کې د امریکا ضد مظاهرې وشوې.
د حسن روحاني تر ولسمشرېدا وروسته دا په ایران کې د خپل ډول لومړنۍ مظاهرې وې.
د عکس تشریح، د حسن روحاني تر ولسمشرېدا وروسته دا په ایران کې د خپل ډول لومړنۍ مظاهرې وې.
د ایران پروپاګند او رپوټونو پربنسټ، ایران هڅه کوله، چې په دغو مظاهرو کې تر خپله وسه زښت ډېر کسان ګډون وکړي.
د عکس تشریح، د ایران پروپاګند او رپوټونو پربنسټ، ایران هڅه کوله، چې په دغو مظاهرو کې تر خپله وسه زښت ډېر کسان ګډون وکړي.
دغه مظاهرې د امریکا متحدو ایالتونو له ملګرو سره د تهران د واکمنو د اټومي پروګرام پر سر له خبرو وروسته وشوې.
د عکس تشریح، دغه مظاهرې د امریکا متحدو ایالتونو له ملګرو سره د تهران د واکمنو د اټومي پروګرام پر سر له خبرو وروسته وشوې.
د ایران مذهبي لارښود ایت الله علي خامنئي له مظاهرو ټيک یوه ورځ مخکې خپلو پلویانو ته د دغو مظاهرو خبر ورکړ، او ټينګار یې دا و چې په مظاهرو کې تر ډېره "مرګ پر امریکا" شعار ولري.
د عکس تشریح، د ایران مذهبي لارښود ایت الله علي خامنئي له مظاهرو ټيک یوه ورځ مخکې خپلو پلویانو ته د دغو مظاهرو خبر ورکړ، او ټينګار یې دا و چې په مظاهرو کې تر ډېره "مرګ پر امریکا" شعار ولري.
د مظاهرو سمبالوونکو او ویناوالو د "مرګ پر امریکا" نارې او له دیپلوماتیکې لارې د خبرو ترمنځ انډول هم په پام کې نیولی و.
د عکس تشریح، د مظاهرو سمبالوونکو او ویناوالو د "مرګ پر امریکا" نارې او له دیپلوماتیکې لارې د خبرو ترمنځ انډول هم په پام کې نیولی و.
د ایران اوسنی ولسمشر حسن روحاني د خپل سلف محمود احمدي نژاد پرخلاف، له امریکا سره د شخړې تړل شوي پړي کشولو ته ډېر زړه نه ښه کوي، بلکې څه-ناڅه نرم دریځی ښکاري.
د عکس تشریح، د ایران اوسنی ولسمشر حسن روحاني د خپل سلف محمود احمدي نژاد پرخلاف، له امریکا سره د شخړې تړل شوي پړي کشولو ته ډېر زړه نه ښه کوي، بلکې څه-ناڅه نرم دریځی ښکاري.
که څه هم په ایران کې "یا په زور یا زر" له امریکا سره د خبرو عمومي نظر منفي دی، خو د ولسمشر روحاني سخت دريځي منتقدین تر خپله وسه هڅاند دي، چې پر دا ډول خبرو د خپل شک کچه لوړه کړي.
د عکس تشریح، که څه هم په ایران کې "یا په زور یا زر" له امریکا سره د خبرو عمومي نظر منفي دی، خو د ولسمشر روحاني سخت دريځي منتقدین تر خپله وسه هڅاند دي، چې پر دا ډول خبرو د خپل شک کچه لوړه کړي.
سخت دریځو پر لوحو د امریکا ضد لوی شعارونه لیکلي وو، خو د چارواکو په امر یې خپل دغه شعارونه لیرې کړل.
د عکس تشریح، سخت دریځو پر لوحو د امریکا ضد لوی شعارونه لیکلي وو، خو د چارواکو په امر یې خپل دغه شعارونه لیرې کړل.
پر یوه انټرنېټي وېبپاڼه له ځینو وکیلانو سره د روحاني هغه خبرې خپرې شوې، چې وايي د اتومي پروګرام خبرو په اړه "خوشبین نه دی"، خو دغه معلومات له وېبپاڼې ډېر ژر لیرې کړای شول.
د عکس تشریح، پر یوه انټرنېټي وېبپاڼه له ځینو وکیلانو سره د روحاني هغه خبرې خپرې شوې، چې وايي د اتومي پروګرام خبرو په اړه "خوشبین نه دی"، خو دغه معلومات له وېبپاڼې ډېر ژر لیرې کړای شول.
روحاني د ایران له مذهبي مشر ایت الله علي خامنئي له دې اړخه مننه کړ‎ې، چې پر خپل دریځ ټینګ ولاړ دی، او نومړي په ځینو خبرو کې په وار-وار ویلي چې له امریکا سره د خبرو پر پایلو شکمن دی.
د عکس تشریح، روحاني د ایران له مذهبي مشر ایت الله علي خامنئي له دې اړخه مننه کړ‎ې، چې پر خپل دریځ ټینګ ولاړ دی، او نومړي په ځینو خبرو کې په وار-وار ویلي چې له امریکا سره د خبرو پر پایلو شکمن دی.
خامنئي د امریکايي میلیاردر شیلدون اډیلسن د هغو وروستیو څرګندونو په اړه ډېر په غوسه و، چې "د ایران په بېدیا کې د اتوم بم غورځول دوی ته پوره پیغام رسولی شي".
د عکس تشریح، خامنئي د امریکايي میلیاردر شیلدون اډیلسن د هغو وروستیو څرګندونو په اړه ډېر په غوسه و، چې "د ایران په بېدیا کې د اتوم بم غورځول دوی ته پوره پیغام رسولی شي".
روحاني د امریکا ولسمشر بارک اوباما ته په تېر سپتمبر کې د سفر پرمهال په تیلیفون غږېدلی و، چې په دې کار سره ګڼ ایرانیان خوشحاله شول، او دا يې پر ایران د بندیزونو د کمښت او له لوېديځ سره د اړیکو د ښه کېدو پیلامه بللې وه.
د عکس تشریح، روحاني د امریکا ولسمشر بارک اوباما ته په تېر سپتمبر کې د سفر پرمهال په تیلیفون غږېدلی و، چې په دې کار سره ګڼ ایرانیان خوشحاله شول، او دا يې پر ایران د بندیزونو د کمښت او له لوېديځ سره د اړیکو د ښه کېدو پیلامه بللې وه.
د ایران د اسلامپالو یو سخت دریځی احمد خاتمي وايي "موږ به خپل "مرګ پر امریکا" نارو ته د اتومي پروګرام په اړه د خبرو تر پایه دوام ورکړو".
د عکس تشریح، د ایران د اسلامپالو یو سخت دریځی احمد خاتمي وايي "موږ به خپل "مرګ پر امریکا" نارو ته د اتومي پروګرام په اړه د خبرو تر پایه دوام ورکړو".