سوريه کې تښتول شوي ۹ لبنانيان خوشې شوي
د لبنان د کورنیو چارو وزیر مروان شربل وايي هغه نهه تنه لبنانیان چې تېر کال په سوریه کې یاغیانو تښتولي وو ازاد شوي دي.
ښاغلي شربل وویل دغه کسان د ترکیې له لارې خپل هېواد پر لاره دي.
نوموړي دغه راز ویلي د دې کسانو خوشې کولو د هغو دوه ترکي پیلوټان خوشې ته هم لاره هواره کړي چې تېره میاشت په لبنان کې وتښتول شول، او داسې ښکاري چې د نهو لبنانیانو د تښتولو په غچ کې تښتول شوي دي.
د نهو تښتولو شویو لبنانیان خپلوان ټینګار کوي چې دغه کسان زیارت کوونکي و خو په سوریه کې یاغي وسله وال وايی چې دغه کسان د شیعه ډلې حزب الله جنګیالي وو.
حزب الله د سوریې په کورنۍ جګړه کې د حکومت پلوي کوي خو ترکیه بیا د وسله والو یاغیانو ملاتړ کوي.




