ایران کې د یوه امریکایي د موندلو لپاره ۲۰ میلیون ډالري جایزه

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو لوړپوړی چارواکی وايي، دا هېواد به هغه کس ته ۲۰ میلیون ډالر ور کړي چې د اېف بي ای د پخواني مامور رابرټ لوینسن موندلو کې مرسته وکړي.
ښاغلی لوینسن ۱۲ کاله مخکې ایران کې ورک شو، خو ایراني حکومت تل ویلي، چې د نوموړي له برخلیک خبر نه دي.
د لوینسن کورنۍ د دوشنبې په ورځ یوه بیان کې د ایران له حکومت وغوښتل چې نور یې له "یرغمل" لاس واخلي.
"دا کورنۍ او خپلوانو ته- چې ور سره مینه لري- د باب لوېنسن د ستنېدو د اهمیت په هکله زموږ د دولت څرګند پیغام دی. ایراني چارواکي باید هغه خپل هېواد ته ستون کړي".
له دې مخکې هم امریکا د ښاغلي لوینسن د موندلو لپاره جایزې ټاکلې وې.
د ۲۰۱۲ کال په مارچ کې اېف بي ای یا د امریکا فدرالي پولیسو وویل، د داسې مالوماتو بدل کې یو میلیون ډالري جایزه ور کوي چې د رابرټ لوینسن د موندلو سبب شي.
درې کاله وروسته یې دا جایزه پنځه میلیون ډالرو ته پورته کړه.
کیش کې ورک

ښاغلی لوینسن وروستی ځل د ۲۰۰۷ کال مارچ کې د ایران سوېل ته په کیش ټاپو کې ولیدل او ورک شو.
هغه مهال وویل شول چې نوموړی منځني ختیځ او لوېدیځه اسیا کې د سیګرټو د قاچاق شبکو په هکله د څېړنې لپاره سیمې ته تللی و.
تېرو کلونو کې د اېف بي ای د دې پخواني کارمن د ورکېدو د څرنګوالي په هکله ډېرې کیسې وشوې، خو یوې یې هم موندلو کې مرسته ونه کړه.
د لوېنسن کورنۍ د ۲۰۱۱ کال په اګسټ کې د هغه داسې انځور ترلاسه کړ چې د ګونټنامو بندیانو په څېر نارنجي لباس یې اغوستی او په ځنځیر تړلی و.

دې ټولو کلونو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ځلونو له ایران غوښتي چې د ښاغلي لوینسن موندلو کې همکاري وکړي.
خو ایران تل ویلي چې د اېف بي ای له دې پخواني مامور هیڅ خبر نه دي او ټینګار کوي چې دا سړی په ایران کې بندي نه دی.
پر ۲۰۱۳ کال د اسوشېټېډ خبري اژانس رپوټ وايي، د څېړنو له مخې رابرټ لوینسن- چې کیش ټاپو کې ورک شوی- د امریکا د سي ای اې لپاره یې جاسوسي کوله.








