تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ایران پر ۶۱ امریکايي سیاستوالو بندیز اعلان کړ؛ پامپیو او بولټن هم پکې دي
د ایران بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولټن او بهرنیو چارو پخواني وزیر مایک پامپیو په ګډون یې ۶۱ امریکايي سیاستوال خپل د بندیزونو لیست کې شامل کړي دي.
تهران وايي دا ګام یې ځکه اخیستې چې ګوندې دغو امریکايي سیاستوالو له 'مجاهدین خلق' سازمان سره اړیکې پاللې.
ایران مجاهدین خلق ترهګر سازمان بولي او وايي دغو امریکايي سیاستوالو د دغه سازمان تبلیغاتي پروګرامونو کې ګډون او ویناوې کولې.
د ایران بهرنیو چارو وزارت بیانیه کې راغلي چې مجاهدین خلق سازمان په ترهګریزو کړنو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د دوی له ۱۷ زرو ډېر وکړي وژل شوي دي.
مجاهدین خلق څوک دي؟
مجاهدین خلق یو انقلابي سازمان ګڼل کېده چې د ایران پخواني پاچا محمد رضا شاه پهلوي پر مهال د هغه د واکمنۍ پرځولو لپاره رامنځته شوی و.
مجاهدین خلق ځان یو "مسلمان کارکسیست" سازمان باله او غړو یې په ۱۳۵۴ کال دوه پوځي امریکايي مستشاران تهران کې ترور کړل.
دغه سازمان پیل کې د ایران د اسلامي انقلاب ننګه کوله او د انقلاب تر بریا یو کال وروسته یې هم ایران کې فعالیت کاوه.
خو د اسلامي انقلاب له مشرانو سره یې چې د واک واګي یې لاس کې اخیستي وو، له اختلافاتو وروسته وسله والې مبارزې ته مخه کړه.
د دوی ځینې غړي او مشران دې وسله واله مبارزه کې ووژل شول او نور یې له هېواده ووتل.
دغه سازمان وروسته عراق کې چې هغه مهال ایران سره په جګړه بوخت و، د "ایران ازادي بښونکي پوځ" په نوم بېرته راټول شو او صدام حسین ورسره مالي او پوځي ملاتړ کاوه.
کله چې امریکا او لویدېځ د ترهګرو سازمانو نوملړ جوړاوه نو د مجاهدین خلق نوم یې هم پکې شامل کړ.
خو امریکايي ځواکونو په ۲۰۰۳ کال پر عراق له برید او د صدام حسین د رژیم له ړنګولو وروسته دغه سازمان بې وسلې کړ.
د مجاهدین خلق غړو تر دې وروسته اروپا کې د دې لپاره پراخې هڅې پیل کړې چې نوم یې د ترهګرو سازمانونو له لیست وایستل شي او بالاخره دا کار وشو.
امریکايي رسنۍ وايي مجاهدین خلق سازمان امریکايي سیاستوالو ته د دوی غونډو کې د ګډون په خاطر پیسې ورکوي.
د ایران بهرنیو چارو وزارت د شنبې ورځې بیانیه کې د امریکايي سیاستوالو دا کار دوه ګونی او دوه مخی چلن بلل شوی دی.