د عمران خان څرګندونو ته د خواله رسنیو کاروونکو غبرګون: هغه کومه پیچکاري ده، چې لګولو سره یې نرسانې حورې ښکاري؟

د عکس سرچینه، Reuters
د پاکستاني لومړي وزیر عمران خان له خولې د حورو یادونې په پاکستان کې پر خواله رسنیو له ټوکو، ټکالو او له طنزه ډک پراخ غبرګونونه راپارولي.
عمران خان تېره شپه په کراچۍ کې د یوې غونډې له ګډونوالو سره د ۲۰۱۳ کال هغه خاطره شریکه کړه، چې نوموړی له لفټه د غورځېدو له کبله سخت ټپي شوی و.
ښاغلي خان وویل، له ټپي کېدو وروسته د شوکت خانم روغتون یوه ډاکټر، عاصم داسې پیچکاري ورولګوله، چې نه یوازې د بدن درد یې ورسره کرار شو، بلکې په وینا یې 'دنیا ورسره بدله شوه:
''هلته چې نرسانې وې، هغه د حورو غوندې راته ښکارېدې. فکر مې کاوه، هېڅ ستونزه نه لرم، پر ټلویزیون مې وینا هم وکړه.. یاد مې نه دي، څه مې وویل، خو د پیچکارۍ اغېز له کمېدو وروسته تکلیف بیا پیل شو. هغه ته "ډاکټر عاصم" ته مې زارۍ وکړې، چې د خدای لپاره بیا هغه پیچکاري راولګوه.. ګواښنه مې هم ورته وکړه، چې پرېږدم دې نه، خو هغه پیچکاري بیا را و نه لګوله."
عمران خان په هغه وینا کې څه ویلي و؟

د عکس سرچینه، Getty Images
عمران خان د ۲۰۱۳ کال په هغه وینا کې چې د روغتون له بستره خپره شوې وه، ویلي و:
"د خپل ژوند ۱۳ کاله مې د پاکستان لپاره مبارزه کړې.. هغه هر څه مې وکړل، چې له وسه مې پوره وو. اوس غواړم تاسې هم خپل، خپل مسوولیت واخلئ. پنځه کاله چې څنګه تېر شوي دي، راتلونکي پنځه کاله یې نه شئ زغملای. عمران خان به یې وزغمي، خو تاسې یې نه شئ زغملای."

د عکس سرچینه، @realrazidada
په هغه وینا کې نوموړي (خلکو ته) دا هم ویلي و، چې د مې میاشتې پر ۱۱ نېټه (د ټاکنو پر ورځ) باید راووځي:
"تاسې باید دې ته و نه ګورئ چې د تحریک انصاف له لوري کوم کاندید ټاکنو ته ولاړ دی، تاسې باید د تحریک انصاف ګوند ته رایې ورکړئ."
پاکستان کې پر خواله رسنیو د عمران خان دغه وینا ډېره لاس پر لاس کېږي.
که یوه لور ته ځینې کسانو د هېواد له لومړي وزیره د داسې وینا تمه نه کوله، نو د خواله رسنیو ځینې نورو کارکوونکو بیا پر دې حالت جالبې څرګندونې هم کړي.
خبریال ارشد شریف د لومړي وزیر خان پر دې وینا د نیوکې په ترڅ کې وايي:
"ایا لومړی وزیر غواړي ووايي، چې نرسانې د جنسي غریزې پوره کولو وسیله ده؟"
نوموړی د پوښتنې په بڼه وايي، ''پاکستاني لومړي وزیر ته د ناروغو او ټپیانو پر روغتیا پالنه بوختې نرسانې حورې ښکاري؟ ''

د عکس سرچینه، @ShahNafisa
جواد بټ نومى ټویټر کاروونکی وايي، ''کوم ورور ویلی شي، چې دا کومه پیچکاري ده، چې لګولو سره یې نرسانې د حورو غوندې ښکاري او دغه ډول پیچکارۍ چېرې موندل کېږي؟ ''
کلیم احمد نومي کاروونکي سره بیا اندېښنه پیدا شوې، چې "هسي نه د مولویانو په ګډون ټول خلک د حورو لیدو په تمه شوکت خانم (روغتون) ته ورشي."
رای وحید کرل نومي کس بیا پوښتنه کړې:
''دا پیچکاري هر ناروغ ته لګول کېږي او که دا اسانتیا یوازې د عمران خان لپاره ده؟ ''

د عکس سرچینه، @MazharAbbasGEO
رابي افتاب بیا د طنز په ژبه کاږي:
''اوس حورو ته د رسېدو لپاره مړینه ضروري نه ده، یوازې یوه پیچکاري په همدې نړۍ کې درباندې حورې ویني، بلکې د قبر غوندې ارام درکوي، ژوندی دې وي، ډاکټر عاصم! ''












