پاکستاني تلویزیون د عمران خان له پخوانۍ مېرمنې بښنه وغوښته

د عکس سرچینه، AFP
پاکستان کې 'دنیا ' نومي شخصي ټلویزیون د لومړي وزیر عمران خان له پخوانۍ مېرمنې ریحام خان د هغو تورونو په تړاو بښنه غوښتې چې د دغه ټلویزیون په یوه خپرونه کې پر نوموړې پورې شوي وو.
د ۲۰۱۸ کال جون کې د دنیا ټلویزیون په یوه خپرونه کې پر ریحام خان تور پورې شوی و چې د عمران خان له سیاسي سیال او اپوزېسیون مشر شهباز شریفه یې پیسې تر لاسه کړې، کتاب یې لیکلی او په دې کتاب کې د عمران خان ته سپورې لیکل شوې دي.
د دنیا ټلویزیون هغه خپرونه په برتانیا کې هم خپره شوې وه او له همدې کبله ریحام خان د دغه ټلویزیون خلاف د برتانیا محکمې ته عریضه کړې وه.
ریحام خان د محکمې له پرېکړې وروسته بي بي سي ته وویل، شخصي ټلویزیون مسوولینو ومنله چې له شهباز شریفه د پېسو اخیستلو په تړاو پر دې لګېدلي تورونه بې بنسټه دي.
نوموړې وايي، د دې بې بنسټه تورونو له کبله یې ژوند له خطر سره مخامخ شو:
"باوري یم چې زما له دغې بریا سره به پاکستان کې اخلاقي ژورنالیزم او مخلصانه سیاست وده وکړي او زما بریا د هغو ټولو پاکستانیو ښځو بریا ده چې په نارینه سالاره ټولنه کې د شخصیت له ناسم تصویر وړاندې کېدو سره مخامخ دي".
د ریحام خان مدافع وکیل الیکس کوکرین وايي، د خوښۍ ځای دی چې دنیا ټلویزیون د لندن په عالي محکمه کې نه یوازې د ده له موکلې بې قید او شرطه بښنه وغوښته، بلکې د قضیې لګښت تر څنګ یې دروند جبران هم ورکړی.

د عکس سرچینه، IMRAN KHAN OFFICIAL
ریحام خان په خپل کتاب کې د ښاغلي خان د شخصي ژوند په اړه هم لیکلي چې پاکستان کې یو شمېر کسانو پرې نیوکې هم کړې وې.
له دې مخکې ریحام خان له بي بي سي سره یوه مرکه کې د عمران خان هغه تور په تړاو چې ګواکې د ښاغلي خان سیاسي مخالفین ریحام خان د ده پر ضد لمسوي ویلي وو، ''انسان باید د خپلو تېروتنو مسوولیت ومني، د خپلو نیمګړتیاو پړه پر نورو اچول اسانه چاره ده. ''
ریحام خان د ۲۰۱۵ کال په لومړیو کې له عمران خان سره واده کړی و او د همدې کال په وروستیو کې یې د طلاق له اخیستو وروسته د ژوند لاره بېله کړه.








