د عمران خان او ریحام خان تر منځ د طلاق پرېکړه شوې

د عکس سرچینه، IMRAN KHAN OFFICIAL
د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان او مېرمنې یې ریحام خان د طلاق پرېکړه کړې. ویل کېږي، چې عمران خان د دغې موضوع په اړه د اټکلونو نه کولو درخواست کړی.
د تحریک انصاف ګوند ویاند نعیم الحق بي بي سي ته ویلي پرېکړه کې د دواړو کورنیو خوښه شامله ده.
د نوموړي په خبره د دواړه تر منځ به د جمعې په ورځ طلاق وشي.
بل لور ته ریحام خان په یوه ټویټر پیغام کې لیکلي:
''موږ پرېکړه کړې، چې خپلې لارې بېلې کړو او د طلاق لپاره مو رجوع کړې.''
د عمران خان او ریحام خان واده د سږ کال په جنورۍ کې شوی و.

د عکس سرچینه،
د دواړ تر منځ طلاق داسې مهال رامنځته کېږي، چې عمران خان د زلزلې او ښاروالیو ټاکنو لړ کې خیبر پښتونخوا صوبې مختلفو سیمو ته سفرونه کوي.
ځای رسنۍ د عمران خان او ریحام خان تر منځ د طلاق او د عمران خان پر سیاست یې د اغیزو په اړه غبرګونونه خپروي.
تېر کال د حکومت خلاف د عمران خان ګوند د احتجاج پر مهال د دغه واده په اړه لومړی ځل ګنګوسې خپرې شوې.
عمران خان د طلاق په اړه دم ګړۍ پخپله څه نه دي ویلي.
خو د روان کال اګست کې عمران خان ویلي و، چې ګوند یې د وراثت سیاست نه کوي او ریحام خان ته به ګوند یا ټاکنو کې هېڅ مسوولیت ور نه کړي، نه به هم وايي کوم حکومتي پروتوکول ورکول کېږي.








