عمران خان د برتانیا شاهي جوړې ته مېلمستیا وکړه

شاهي جوړه نن د خپل سفر پر لومړۍ ورځ په اسلام اباد کې ده

د عکس سرچینه، Getty Images

د برتانیا شهزاده ویليم او مېرمن یې کېټ مېډلټن پاکستان ته د خپل سفر لړ کې له لومړي وزیر عمران سره لیدلي دي. شاهي جوړا په پاکستان کې د خپل سفر پر لومړۍ ورځ غرمه مهال د مېلمستیا لپاره د لومړي وزیر دفتر ته بلل شوي وو.

له دې مخکې شهزاده او مېرمن یې د پاکستان له ولسمشر عارف علوي او د هغه له مېرمن سره ولیدل او د اقلیمي بدلون او د بې وزلۍ له منځه وړلو پر لارو چارو ورسره وغږېدل.

شاهې جوړې د اسلام اباد یوه ښوونځي کې له ښوونکو او زده کوونکو سره هم ولیدل او د مارګلې غره شاوخوا ملي پارک کې یې د ونو بوټو خوندیتوب ماشومو فعالانو سره هم ولیدل.

شاهي جوړه نن د خپل سفر پر لومړۍ ورځ په اسلام اباد کې ده

د عکس سرچینه، Getty Images

د برتانیا شهزاده ویليم او مېرمن یې کېټ مېډلټن تېره شپه د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته رسېدلي. د اسلام اباد کې د برتانیا سفارت وایي، دوی به پنځه ورځې په پاکستان کې وي.

دغه شاهي جوړه به د پلازمېنې اسلام اباد په ګډون لاهور، د پاکستان شمالي سیمو او د دغه هیواد لوېديځې پولې ته ځي.

شاهي جوړه نن د خپل سفر پر لومړۍ ورځ په اسلام اباد کې ده او هلته يې په بېلا بېلو غونډو کې ګډون کړی. دوی د اسلام اباد يوه ښوونځي ته هم ورغلي او هلته يې له زده کوونکو او ښوونکو سره څو شېبې تېري کړې.

شاهي جوړه نن د خپل سفر پر لومړۍ ورځ په اسلام اباد کې ده

د عکس سرچینه، Getty Images

شاهي جوړې سه شنبه غرمه د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره ولیدل او د غرمې ډوډۍ یې ورسره وخوړه.

تېره شپه چې شهزاده ویلیم او مېرمن یې کېټ پاکستان ته راورسېدل نو د راولپنډۍ پر نورخان هوایي ډګر يې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرېشي او د هغه مېرمن هرکلی وکړ.

که څه هم پاکستانه ته دا د شهزاده ویليم او کېټ لومړی سفر دی، خو د برتانيې شاهي کورنۍ غړیو تردې وړاندې وخت ناوخته پاکستان ته سفرونه کړي دي.

په ۲۰۰۶م عیسوي کال کې د شهزاده ویليم پلار شهزاده چارلس له خپلې مېرمنې کامیلا پارکر سره پاکستان ته په سفر تللي و.

شاهي جوړه نن د خپل سفر پر لومړۍ ورځ په اسلام اباد کې ده

د عکس سرچینه، Getty Images

د شهزاده ویلیم مور شهزادګۍ ډیانا په یوه ترافیکي پېښه کې تر وژل کېدو وړاندې درې ځلې پاکستان ته سفر په تللې وه.

په پاکستان کې ډېری وګړي د شهزاده ویليم او کېټ په ورتګ خوشاله دي او هیله کوي چې د دې سفر له کبله به پاکستان په نړۍ کې په ښه نام یاد شي.

د پاکستان اقتصاد دا وخت تر بل هر وخت زیات له ستونزو سره مخ دی او له ټولو څنګوریو هیوادونو، په خاصه توګه له هند سره یې اړیکې کړکېچنې دي. په داسې وخت کې پاکستان د شاهي کورنۍ د غړیو دا سفر د ځان لپاره یو مهم او مثبت ګام ګڼي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرېشي وايي، پاکستان ته د شاهي جوړې له سفر سره به په نړیواله کچه د دوی د هېواد مثبت او سوله ييزه څېره څرګنده شي او ورسره به د برتانیې او پاکستان ترمنځ اړیکې لا زیاتې ښې شي.

د شهزاده ویلیم مور شهزادګۍ ډیانا تر وژل کېدو وړاندې درې ځلې پاکستان ته سفر په تللې

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د شهزاده ویلیم مور شهزادګۍ ډیانا تر وژل کېدو وړاندې درې ځلې پاکستان ته سفر په تللې

د برتانیا شاهي جوړه به د روانې اکتوبر میاشتې پر اتلسمه نېټه بېرته خپل هېواد ته ستنېږي.