د قطر د شاهي کورنۍ غړی: اماراتو کې په زور ساتل کېږم

ر

د عکس سرچینه، youtube

د عکس تشریح، شیخ عبدالله بن علي الثاني د پیغام ویلو پر مهال.

د قطر د شاهي کورنۍ یو غړی وايي، د خپلې خوښې خلاف په زور متحده عربي اماراتو کې ساتل شوی دی.

شیخ عبدالله بن علي الثاني تېر کال له عرب هېوادونو سره د قطر له ډیپلوماټیک کړکېچ وروسته له سعودي عربستان سره خبرو کې رول درلود.

نوموړي د یک شنبې په ورځ په ویډیو پیغام کې دا خبره کړې چې پر یوټیوب خپور شوی دی.

په ویډیويي پیغام کې د قطر شیخ- چې د قطر د امیر خپلوان دی- د لاستي څوکۍ کې ناست دی او نېغ کمرې ته غږېږي

نوموړی زیاتوي چې اول د متحده عربي اماراتو مېلمه و، خو اوس ساتل کېږي.

شیخ عبدالله وايي، د قطر ولي عهد محمد بن زیاد النهیان دی ساتلی او که څه ور پېښ شي، نو "مسوول به یې هغه" وي:

"زه اوس ابوظبي کې یم، شیخ محمد مېلمه کړی وم، خو دا مېلمتوب نه دی، ساتل کېږم، دوی ماته ویلي، چې باید چرته لاړ نه شم".

نوموړی زیاتوي، که څه ور پېښ شي، قطر به بې ګنا وي:

"متحده عربي امارات به ماته د څه پېښدلو حالت کې پر قطر تور لګوي، خو قطر به په دې کې هیڅ لاس نه لري".

د شیخ عبدالله رول

ر

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، شیخ عبدالله وايي، که څه ور پېښ شي، مسوول به یې د قطر ولیعهد وي.

متحده عربي امارات دا تورونه ردوي.

علي رشید النعماني چې د ابو دوبۍ د زدکړو او د توندلارۍ د مرکز مشر دی د ټوېټ له لارې وايي، شیخ عبدالله ازاد دی، هر چېرې چې وغواړي تللی شي.

د تېر کال جون کې د سعودي عربستان او مصر په ګډون شپږو عرب هېوادونو قطر د سیمې په بې ټیکاوۍ تورن کړ او ور سره یې اړیکي پرې کړل.

شیخ عبدالله د ریاض او دوحه ترمنځ د تاوتریخوالي کمولو هڅه وکړه.

د نوموړي د هڅو له مخې سعودي له قطر سره خپله ځمکنۍ لار پرانیستله چې وګړي یې حج ته ور شي.

هغه مهال د قطر چارواکو ویل چې شیخ محمد د حکومت په استازۍ له ریاض سره خبرې نه دي کړې.

شیخ محمد د قطر د بنسټګر اولاد دی، خو تېرو څو لسیزو کې یې کورنۍ ډډې ته کړل شوې ده.

د نوموړي په هکله ویل کېږي چې د سعودي عربستان او اماراتو په خوښه کار کوي او دا اوازې هم شته چې که د سعودي په مشرۍ د عرب هېوادونو په هڅو د قطر اوسنۍ واکمني وپرځي، نو شیخ عبدالله به د قطر نوی امیر شي.

خلیج کې په زړه پورې وخت

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د لبنان د مستعفي لومړي وزیر په هکله هم ویل کېدل چې سعودي کې په زور ساتل کېږي.

د بي بي سي د عرب چارو شنوونکی سباسچین اشر وايي، په خلیج کې ډېر په زړه پورې وخت دی.

تېر نومبر د لبنان لومړي وزیر سعد عریري سعودي عربستان کې ناڅاپه استعفا اعلان کړه.

ښاغلی حریري څه مهال ریاض کې پاتې شوې، چې له امله یې ځینې پوښتنې پیدا شوې او ویل کېدل له خپلې خوښې پرته سعودي عربستان کې ساتل کېږي.

خو نوموړي او سعودي چارواکو دا تورونه رد کړل.

حریري هم له ریاض فرانسې ته لاړ او بیا خپل هېواد لبنان ته ستون شو.

له دې پېښې څه وخت وروسته د مصر د پخواني لومړي وزیر اعظم شفیق ویډیو پیغام خبرونه جوړ کړل.

هغه ویل چې متحده عربي اماراتو کې دی او بهر ته د تللو اجازه نه ور کول کېږي.

څو ورځې وروسته مصر ته د تلو اجازه ور کړل شو او خپل هېواد ته تر ستنېدلو وروسته یې وویل چې راتلونکو ټاکنو کې ګډون کوي.