د امیتاب بچن پر ټوېټر د عمران خان انځور

د عکس سرچینه، Getty Images
د بالیوود سینما مشهوره فلمي اداکار امیتاب بچن پر ټویټر د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان انځور وروسته له هغې خپور شوی دی چې ویل کیږي د نوموړي ټویټر هېک شوی و.
ددې پېښې مسولیت د 'ایلیډیز ټم ترکي هکرانو' په نوم ډلې اخیستی دی.
د نوموړي د ټویټر له اکونټه د پاکستان او ترکیې په تړاو ټیوټونه هم خپاره شوې دي.
هېکرانو د هندي سینما مشهور فلمي لوبغاړي د تویټر پروفایل انځور بدل کړی او دده پرځای یې د عمران خان انځور لګولی دی.
اوس د امیتاب بچن ټویټر اکونټ بېرته ترلاسه شوی او د هکرانو لخوا ټویټونه یې هم لرې کړای شوي دي.

د عکس سرچینه، Twitter
هندي پولیسو ویلي چې په دې تړاو یې د سایبر کمپنۍ ته معلومات ورکړي او په دې تړاو څېړنې روانې دي.
د امیتاب بچن ټیوټر اکونټ څه باندې ۳۷ میلیونه فالورز (ګډونوال) لري.
په ټویټر کې ګڼو کاروونکو دې پېښې ته پراخ غبرګون ښودلی دی.








