هغه پیغلې چې د هېټلر خواړه یې څکل

د عکس سرچینه، Getty Images
تر ۲۰۱۳ میلادي کال پورې نه پوهېدل چې د شاوخوا ۱۵ مېرمنو دنده د خپل مشر خواړه د دې لپاره څکل چې زهري نه وي.
فکر وکړئ چې د هر لوښي خواړه مو ښايي وروستي اوسي. هر سباناری، برېځر(غرمنۍ) او یا د شپې ډوډۍ مو وژونکې وي خو تاسې یې باید وخورئ.
د نازیانو په واکمني کې د د یوې ډلې ځوانو مېرمنو ورځنی دنده وه چې په دوېیمه نړیواله جګړه کې له دوو تر دوه نیم کلونو پورې د هېټلر خواړه وڅکي.
د دې پېغلو جرمن مشره "اصیل" اړېدله چې هر وخت خواړه تیاریدل هغه به یې څکل. پر دې دندې ګمارنه یو ځانګړی ویاړ و.
په ۲۰۱۳ میلادي کې د دې پېغلو دا زړه راښکونکې کیسه هغه وخت رابرسېره شوه چې ۹۵ کلنې مارګوت وولک د خپلې دندې په اړه د جرمني له شپیګل ورځپاڼې سره مرکه کړې وه.
د میشل کولوس بروکس له خوا د "هېټلر پیشمرګان" ډرامه له خطر د ډک ژوند واقعیتونه او د دې ځوانو میرمنو ویره انځوروي.
دا ډرامه په ټوله امریکا کې خپره شوه چې ټول لوبغاړي یې مېرمنې دي، دا کیسه په څلورو مېرمنو رانغاړل شوې چې ختیځ پروس یا اوسني پولنډ کې یې د دوېیمې نړیوالې جګړې ختیځه جبهه کې د هېټلر نظامي مرکز کې اوسېدلې.

د عکس سرچینه، Getty Images
بروکس د هټلر د پیشمرګانو پر کیسه پوهېده، د هغه لیکوال ملګري دا کیسه هغه وخت وکړه چې نوموړی د الوتکې الوتنې ته انتظار کاوه.
هغه وړاندې وویل: "ومې پوښتل چې ایا تاسې غواړئ دا ولیکئ؟ خو که چېری یې تاسې ونه لیکئ زه یې لیکم". بروکس سملاسي پوه شو چې دا پېښه ډېر مواد لري."دا پېښې هغه څه وې چې په اړه مې یې فکر کاوه او ماته مهم وو، لکه د ښځو سره چلند، جګړه کې د ماشومانو کارونه او سیاسي فشار"...
حال کې چې دا کیسه داسې دردوونکې بریښي خو یوه ټوکماره (کامیډي) ننداره البته توره کامیډي ده. بروکس په هماغه تاریخي پړاو کې کیسه کوي، خو هغه پیغلې چې په دې دام کې ښکېلې وې د اوسنیو ځوانانو په څېر ښودل شوې دي، دا مېرمنې پاپ موسیقۍ ته نڅېږي، سیلفي اخلي، مګر د فرانک سیناترا، کلارک ګېبل د هېټلر په اړه خبرې کوي، دوی یهودان هم نه خوښوي.
بروکس د ورته داستان په اړه وايي: "ما لیدل چې پیغلې نن ځانځور (سلفي) اخلي او لیدل مې چې هڅیږي، څو ښه ځانځور واخلي، داسې ښکاري چې دا هماغه پیغلې وې، د وخت هېڅ توپیرنه لیدل کېږي. زه نه غواړم چې د دوی ناوړه عکس تاریخ کې وساتم، غواړم چې دوی خورا ژوندي او حاضر احساس کړم".

د عکس سرچینه، Getty Images
په ډرامه کې دا حیرانونکی څپرکی د دوېیمې نړیوالې جګړې له تاریخ د پیغلو د نړیوالې تجربې د بیان په ډول کارول شوی دی، خو له خطر ډک چاپېریال کې د دې پېشمرګانو په هکله جالب ټکی دا دی چې که څه هم هره ګوله د مرګ له وېرې سره تړلې، خو د دوی ژوند له نه باورېدونکي غمجن او یو نواخت ډول سره روان دی.
د نورو خلکو په پرتله چې په جګړه کې ښکېل و دوی اسانه ژوند درلود، پر ۱۹۴۴ میلادي کال په جرمني کې ډېر خلک وږي وو، خو دې نجونو درې وخته ډوډۍ خوړله، البته ترکاري یا د سابه خورو خواړه، ځکه هېټلر څنګه چې مشهور دی غوښه نه خوړله او څنګه چې وولک وايي، دې خوړو کې سابه، وریجې، مکرونی، غلې دانې او ګرمسیرې مېوې وې، چې هغه مهال یو ناویات یا نادر خوراکي رژیم و. که څه هم ښه خواړه و یا ښايي ډېر ښه خواړه و، خو دوی ترې خوند نه اخیست.
نوموړي په ۲۰۱۳ میلادي کال کې په خپله مرکه کې وویل: "ځینو پیغلو د خپل کار په پیل کې ژړل ځکه ویریدلې، موږ باید ټول خواړه خوړلي وی، له یو ساعت وروسته بیا تمېدو او هر ځل ویریدو چې اوس به پر موږ څه چل کیږي."

د عکس سرچینه، Getty Images
اېس اېس ځواکونو خواړه چمتو کول او یو ساعت تمېدل چې دا ښځې مري او که نه، بیا یې هټلر ته خواړه وړل خو د خوړو په دا منځ منځ کې دې پیغلو څه کار نه لاره، خو یوازې د دې انتظار یې کاوه چې مري او که نه مري؟
بروکس وړاندې وايي، کومه کیسه چې ده لیکلې ژور ځي او هغه دا چې چې څنګه یې وخت ضایع کاوه او هم یې غم زغامه. هغوی پر څه خبرې کولې؟ ما ټوله هڅه کړې چې په دغه کیسه کې خپل ځان د هعو نجونو پر ځای احساس کړئ. د یوې بلې وېښتان ور جوړ کړئ، خپلو کې وخاندې، لار پیدا کړئ چې ستاسو شاوخوا روان لوېنتوب ته یو مفهوم او مانا ور کړئ.
څومره چې پوهېږو، له دې پېغلو یوه هم په خوړو مسمومه نه شوه، خو پېښه یې چرته ثبت شوې نه ده او که د وولک مرکه نه وی، هیڅوک له دې پېښې نه خبرېدل.
داسې ښکاري چې دا پېغله یوازنۍ پېشمرګې وي چې ژوندۍ پاتې ده. د روسي ځواکونو پرمختګ سره هغه پټه جوزف ګوبلز اورګاډي ته وختله او برلین ته لاړه.
داسې اېسي چې روسي سرتېرو هلته پاتې پېغلې ووژلې.










