د هټلر د قوماندې مرکز بیا رغول کېږي

د عکس سرچینه، German federal archive
- Author, لارنس پېټر
- دنده, بي بي سي
پولنډ چارواکي د جرمني نازي دکتاتور اډولف هېټلر په هغه پټنځای او قوماندې مرکز کې د لا ډېرو سیلانیانو جلبولو لپاره نورې اسانتیاوې رامنځته کوي، چې هټلر پکې د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال ۸۵۰ ورځې تېرې کړې وې.
هېټلر په ګڼ ځنګله کې پټ دغه کنکریټي ودانۍ له ۱۹۴۱ تر ۱۹۴۴ پورې کاروله او مخالفو اتحادي پوځونو یې یوازې هغه مهال معلومات وموندل چې هټلر له دې ځای برلین کې خپل دویم مرکز ته ولېږدېد.

د عکس سرچینه، Getty Images
د پولنډ سروکوو سیمې ځايي حکومت ویاند سباستین تراپیک بي بي سي ته وویل، چارواکي د دغې ودانۍ چې ځينې برخې یې په کنډواله بدلې شوې ( تاریخي اهمیت ته په کتو سره هڅه کوي له ورانۍ ویجاړۍ یې وساتي.) خو ځینې کسان بیا اعتراض کوي چې ګواکې د بې رحمۍ دغسې یادګارونو بیا ودانول چې د نازیانو په جامو کې کسان به پکې لیدل کېږي، یو ډول په (زیارت) بدلېدای شي.
ویل کېږي د (لیوه پټنځای) نومي دغې ودانۍ پنډ سیمټي دیوالونه او د شاوخوا بارې او ماینونه یې هم نه و توانیدلي د ۱۹۴۴ کال د جولای پر ۲۰ هېټلر له هغه بمي بریده وژغوري چې دغه ځای کې پرې یاغي جرمن پوځي افسرانو وکړ او دغه ځای کې د هټلر وژنې هغه ناکامه هڅه نن سبا د سیلانیانو لپاره دغه ځای ته د ورتګ لیوالتیا ډېروي.

د عکس سرچینه، Getty Images
هټلر خپله هغه برید کې یوازې برسېرن ټپي شوی و، خو څلور کسان چې درې یې لوړپوړي افسران وو، وژل شوي وو. د هټلر وژلو هغه پلان مشر کلاوس شینکګراف ون سټوفینبرګ او ملګري یې ژر ونیول شول او د مرمیو باړونه پرې وچلول شول.
ښاغلی تراپیک اوس وايي، د دغې ودانۍ په بیا رغاونه کې به (لومړیتوب) د هغې بمې چاودنې صحنې تمثیل او هغه مهال په دغه ځای کې د شته کسانو سمبولیکې بڼې تمثیل رامنځته کول وي. د ۱۹۴۵ کال په جنورۍ کې د شوروي سره پوځ له پرمختګ وروسته جرمن پوځ لسګونه دغسې کنکریټي پټڼځایونه د باروتو په زور ویجاړ کړل او دغه ځای کې د کمونیست پولنډ حکومت موده کې ګڼ ځنګل زرغون او شنې ځنګلي چوبړۍ پکې خپرې شوې.

د عکس سرچینه، Getty Images
چارواکي اوس د دغې ودانۍ بیا رغاونې تر څنګ د ګاډو یو تمځای، بلاک ته د ننوتو یوه ودانۍ، یو هوټل او رستوران هم رغوي، خو شنونکي وايي، که (نوي نازیان) دغه ځای ته ورشي، توند غبرګونونه به هم راوپاروي.
یو وړیا اپلیکشن هم سیلانیانو ته د ودانۍ په اړه معلومات ورکوي، د نازیانو دغه پخواني مرکز په اړه یو معلوماتي فلم هم نندارې ته وړاندې کېږي او څه نا څه وسله هم نندارې ته ایښې. ویل کېږي هر کال نژدې ۳۰۰ زره سیلانیان د ۱۵ ځلوټې یا ۴ ډالرو داخلې فېس بدل کې د دغې ودانۍ لیدو ته ورځي چې ډېری یې پولنډیان او جرمنیان دي.








