هغه کور ورانیږي، چې هټلر په کې زېږېدلی و

د عکس سرچینه، AFP
هغه کور چې اډولف هټلر په کې زېږېدلی و، له دې کبله ورانیږي، چې د نویو نازیانو پر مرکز بدل نه شي.
دغه کور له دې مخکې د میلمستون په توګه کارېده او د برخلیک په اړه یې اتریش کې پراخ بحثونه شوي دي.
یو شمېر کسانو غوښتل چې باید دغه کور ویجاړ شي، خو ځینې نور بیا په دې اند وو، چې باید د کارېدلو بڼه یې بدله شي.
دغه بحثونه هغه مهال نور ناندریز شول، چې د کور اوسنۍ مېرمنې یې له پلورلو انکار وکړ.
دای پریسي نومي ځايي ورځپاڼې د کورنیو چارو وزیر وولفګانګ سوبوتکا له قوله ویلي، ' د کارپوهانو یوې کمېټې پرېکړه کړې، چې دغه کور به نړول کېږي. '
ورځپاڼه وايي د دغې ودانۍ پر ځای به د اداري او یا هم خیریه چارو لپاره یوه بله ودانۍ ورغوله شي.
دغه کور له ۱۹۷۲ کال راهیسې د کور مېرمن او حکومت تر منځ د لانجو لامل و، چې هره میاشت یې د کرایې په توګه ۵۳۰۰ ډالره ورکوي.
له دې مخکې تل د کور تقاعد شوې مېرمنې حکومت ته د دغه درې پوړیز کور له پلورلو انکار کړی. خو د اتریش پارلمان به ډېر ژر هغه نوی قانون تصویب کړي، چې له مخې به یې حکومت وکولای شي دغه کور ضبط کړي.








