د "هېټلر هنري رسامي" چې مشتریان نه لري

د عکس سرچینه، AFP
د جرمني په یوه لیلامځي کې د نازیانو پخواني مشر اډولف هېټلر ته د پنځو منسوبو شویو هنري لوحو ته پېردونکی نه موندل کېږي.
"فایډلر" لیلامځي په اوبلنو رنګونو د رسم شویو لوحو لومړنی قیمت ۴۵ زره یورو (چې ۵۱ زره ډالره کېږي) ټاکلی دی.
دا لیلام د جرمني نورمبرګ ښار کې جوړ شوی، چې هلته به هېټلر ډېرې غونډې کولې او بیا وروسته د جنګي جرمونو په تور د نازیانو ګڼ مشران هلته محاکمه شول.
پر دغه لیلامځي د جعل تورونه هم لګول کېږي، چې د اولریچ ښاروال دا د دغه لیلامځي "خراب ذوق" بللی دی.
ویل کېږي دغه لوحې د هېټلر په لاس رسم شوې او د هغه ملکیت و. په دې شخصي توکو کې د باڼس له لرګي یوه جوړه څوکۍ هم شته چې پر څنډو یې کوږ صلیب (چې هغه وخت د نازیانو نښان و) رسم شوی.
د هېټلر په واکمنۍ کې، جرمني نازیانو دویمه نړیواله جګړه پیل کړه، د ټولوژنې داسې سیاست یې غوره کړه چې شاوخوا شپږ میلیونه یهودان او لسګونه میلیونه نور ولسي وګړي او جنګیالي پکې ووژل شول.

د عکس سرچینه، AFP
په جرمني کې په ښکاره د نازیانو نښې نندارې ته نه شي وړاندې کېدای، خو دا چې ښوونیزه او تاریخي موخه ولري.
تېره اونۍ د المان پولیسو یوشمېر هنري اثار ونیول، چې ځینې یې خرڅلاو ته وړاندې شوي وو.
په تېرو څو کلونو کې هېټلر ته منسوب لسګونه اثار پلورل شوي، چې د هنري کارپوهانو په وینا ډېر خراب کیفیت یې درلود.

د عکس سرچینه، AFP
په ۲۰۱۵ کال فایډلر لیلامځي هېټلر ته څه باندې ۱۲ لوحې په ۴۰۰ زره یورو وپلورلې.
رپوټونه وايي، ددغو اثارو مشتریان تر ډېره د جرمني، چین، فرانسې، برازیل او متحده عربي اماراتو وګړي وو.
په ۲۰۱۴ کال دغه لیلامځي هېټلر ته منسوبه د میونیخ ښار یوه لوحه په ۱۳۰ زرهیورو وپلورله، چې په اوبلن رنګ رسم شوې وه.
لاهم په نړۍ کې د نازیانو د یادګاري اثارو پلورل له لانجمنو موضوعاتو ګڼل کېږي.
ځینې مشتریان وايي، دغه اثار یې د تاریخي لاملونو له کبله اخیستي، خو فعالان وايي دا لوحې هغه سخت دریځې ښي اړخې ډلې اخلي، چې نازیانو ته د درناوي په سترګه ګوري.










