عالیه بټ له هېټلر سره ولې دلچسپي لري؟

د عکس سرچینه، HYPE PR/BBC
د هندي سینما لوبغاړې عالیه بټ وايي د جرمني د پوځ پخوانی مشر اډولف هېټلر یې خوښېږي.
عالیه بټ له بي بي سي سره خبرو کې وویل"ما هېڅکله هم د ښوونځي کتابونه نه لوستل خو د تاریخ کتاب به مې تل لوست ځکه په هغه کتاب کې به د هېټلر کیسې لیکل شوې وې او زما ډېر خوښېده چې د هېټلر په اړه معلومات ولولم."
هغه د خپلې کورنۍ په اړه داسې وايي: "زه نیمه جرمنه یم زما د انا پلار جرمن و او هغه د هېټلر پر خلاف د یوې پټې خپرېدونکې ورځپاڼې غړی و، د نازیانو نه خوښېده نو ځکه یې هغه د هېټلر د مخالفانو په کمپ کې ساتلی و، هلته به یې لومړی جزا ورکوله او وروسته به یې د وژلو پرېکړه کوله."
پر نوموړې د هېټلر شخصیت اغېز درلود؟ دغه پوښتنه یې داسې ځواب کړه چې زما هغه نه خوښېږي خو د خپل ورنیکه له امله به یې د هغه په اړه معلومات لوستل.
"غلط تبلیغات کشمیر ته تاوان اړولی"

د عکس سرچینه، HYPE PR/BBC
عالیه بټ وايي: "د کشمیر په اړه غلطې خبرې کېږي خلکو ته تل دا ویل کېږي چې کشمیر ناامنه دی خو رښتیا دا ده چې کشمیر په پوره توګه امن دی."
عالیه په دې ورځو کې د نوي فلم "راضي" لپاره په کشمیر کې ده او د دغه فلم ډېړې برخې به په کشمیر کې ثبت شي.
عالیه وایي کله چې یې له کشمیر او د دغې سیمې له اوسېدونکو سره ولیدل، خواشینې یې څرګنده کړه چې د غلطو تبلیغاتو له امله سیلانیان د دغې سیمې راتلو ته زړه نه ښه کوي.

د عکس سرچینه، HYPE PR/BBC
د عالیه بټ د دغه فلم کیسه د ۱۹۷۱ کال د هندوستان او پاکستان ترمنځ پرجنګ څرخېږي او په دغه فلم کې عالیه د یوې جاسوسې رول لوبوي.
د کیسې له مخې دغه جاسوسه د یوه ماموریت لپاره په پاکستان کې واده کوي.
هغې خوشحالي څرګنده کړه چې اوس مهال د هندي سینما لوبغاړي په لږ عمر کې ودونه کوي.

د عکس سرچینه، @ANUSHKASHARMA/TWITTER
د انوشکا شرما او سونم کپور په بېلګې ورکولو عالیه بټ وویل: "د واده مانا دا نه ده چې ستاسې ژوند نور خلاص شو او تاسې نشئ کولی فلمي نړۍ ته راشئ دغو نجونو ماته هم د دې ډاډ راکړ چې هر وخت وغواړم واده کولی شم او زه په دې ډاډه یم چې له واده وروسته به زما شخصیت له منځه نه ځي."
د میګنها ګلزار په ډایکرکټرۍ "راضي" فلم کې به د لومړي ځل لپاره عالیه له خپلې مور سوني رازدان سره یوځای ولوبېږي.










