د هند سینما وتلی پخوانی لوبغاړی اوم پوري ۶۶ کلنۍ کې ومړ

د عکس سرچینه، Getty Images
د اوم پوري د کورنۍ یوه غړي بي بي سي ته وویل؛ د بالیووډ دغه پخوانی هندي لوبغاړی په ۶۶ کلنۍ کې مړ شوی دی.
د راپورونو له مخې؛ پوري باندې په ممبۍ کې د هغه هستوګنځي کې د زړه حمله راغلې وه.
نوموړی د ۱۹۶۰ کال د اکتوبر په ۱۸مه د هند هریانا ایالت په انباله ښار کې زېږېدلی و. هغه پر بالیووډ سینما سربېره په پاکستاني او بریتانیایي فلمونو کې هم کار کړی دی.
د بالیووډ مشهورو څېرو د هغه پر مړینۍ خواشیني ښوولې ده.
اوم پوري چې په هنري او نورو فلمونو کې لوبېده، د ۱۹۸۰ کلونو په ځینو وتلو فلمونو کې په سخت زړور رول لوبولو مشهور و.
اوم پوري په ډېرو فلمونو کې د ښه رول لوبولو له امله ډېرې جایزې هم ترلاسه کړې وې.
په "ارد ستیه"، "د تګ اجازه هم راکړئ ملګرو" او "پار" په څېر فلمونو کې د فوق العاده رول ترسره کولو له امله د شهرت لوړو پوړونو ته ورسېده. د نوموړي ډېر فلمونه دي چې د سینما ترټولو ښو فلمونو ګڼل کېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
اوم پوري د "د هند د فلم او تلویزیون انسټټيوټ" کې زده کړې کړې وې. تر هغې وړاندې ډیلي کې د "ډرامې ملي ښوونځي" ته تللی و چې هلته ورسره مشهور فلمي لوبغاړی نصیرالدین شاه هم ټولګیوال و.
د فلم صنعت ډېر هنرمندانو په وینا اوم پوري د یوه ښه لوبغاړي ترڅنګ ډېر نېک انسان او خلکو ته منلی شخصیت و.
نوموړی یو ځل د هند سینما له یو شمېر ستورو سره افغانستان ته هم تللی و او د وخت له ولسمشر محمد نجیب الله سره یې کتلي و.
نوموړي تېر کال د بي بي سي له دفتر نه په خپلې وروستۍ کتنې کې هیله ښوولې وه چې یو ځل کابل ته لاړ شي.








