د انیل کپور لور سونم کپور له چا سره واده کوي؟

.

د عکس سرچینه، Getty Images

راوانه اونۍ کې د بالیووډ سېنما د نامتو ستوري انیل کپور د لور سونم کپور واده د هندي ورځپانو سرلیک دی.

له پخوا راهيسې په رسنیو کې د دوی د واده په هکله خبرې کېدې خو په دې اړه د سونم کپور کورنۍ او د هغې راتلوونکي د ژوند ملګري انند اهوجا په دې اړه هېڅ نه ویل. دا دی اوس همدا اوونۍ یاني د مئ پر اتمه د دوی دواړو واده دی.

سونم کپور ټول پېژني چې د هندي سېنما یوه بریالۍ لوبغاړې او د انیل کپور لور ده خو دا چې انند اهوجا څوک دی او له نوموړې سره یې لیده کاته کله او څنګه شوي ډېر کم خلک پوهېږي.

انند اهوجا څوک دی؟

.

د عکس سرچینه، INSTAGRAM/ANANDAHUJA

انند اهوجا په اصل کې د ډېلي دی. نوموړی سوداګر دی او د کالیو یو مشهور برانډ لري.

د انند نېکه هم د هند یو له لویو واردوونکو سوداګرو دی چې کلنۍ ګټه يې درې زره کروړه ده.

سونم کپور او انند اهوجا لومړی ځل په ۲۰۱۴ کال کې سره لیدلي.