هغه سړی مړ شو چې د هېټلر د اټومبم مخه یې ونیوله

د عکس سرچینه، Getty Images
د ناروې د مقاومتي ځواک غړی خواکیم روننبرګ په ۹۹ کلنۍ کې مړ شو.
هغه پر ۱۹۴۳ کال د ناروې سوېل ته تیلیمارک سیمه کې په خورا پټ او خوندي مرکز یا بټۍ د برید قومندان و او په دې کار یې دویمه نړیواله جګړه کې د نازیانو د اټومي وسلې د جوړلو مخه ونیوله.
هالیووډ پر ۱۹۶۵ کال د تیلیمارک اتل په نوم د دې عملیاتو فلم جوړ کړ چې کرک ډاګلاس پکې لوبېدلی دی.
روننبرګ له جګړې وروسته د خبریال په توګه کار پیل کړ او د جګړې له خطر یې د ځوانانو په پوهولو کې لوی رول درلود.
هغه پنځه کاله مخکې(۲۰۱۳) بي بي سي ته وویل، چې پر ۱۹۴۵ کال د امریکا له خوا د جاپان هیروشیما او ناګاساکي کې د اټومي بمونو له غورځولو وروسته د خپل کار په اهمیت پوه شو.
د ناروې لومړۍ وزیره ارنا سولبرګ په دې تړاو وايي: "هغه زموږ یو خورا لوی اتل دی. روننبرګ ممکن د مقاومتي ځواک وروستی پېژندلی شوی غړی وي چې مړ شو".
د تیلیمارک وروستی اتل څوک و؟

د عکس سرچینه، EPA
خواکیم روننبرګ پر ۱۹۱۹ کال په السونډ ښار کې وزېږېد.
پر ۱۹۴۰ کال پر ناروې د نازیانو د حملې پر مهال له هېواد وتښتېد.
دغه ۲۱ کلن ځوان له خپلو اتو ملګرو سره په کښتوړۍ کې سکاټلېنډ ته لاړ، خو وروسته یې پرېکړه وکړه چې ناروې ته ستون شي او وجنګېږي.
جرمني هغه وخت ټینګو اوبو ته اړتیا درلوده- چې د اټوم زرې یې د خپله خپله هایدروجني هسته کې لري-او له متفقانو سره د سیالۍ له امله یې اټومبم جوړاوه.
هغه مهال ډېرې ټینګې یا درنې اوبه یوازې د تیلیمارک په نورسک هیدرو بټیو کې جوړېدې.
هلته د هیدو ایلیکتریک خورا سترې بټۍ د ناروې د مقاومت ځواک لویه هدف و.
پر ۱۹۴۲ کال یوې وړې ډلګۍ د دې مرکز د له منځه وړلو هڅه وکړه، خو ناکام شوه.
یو کال وروسته روننبرګ د دې ماموریت لپاره یوه پنځه کسیزه کمانډويي ډلګۍ غوره کړه.
هغه د دې عملیاتو په ۷۰ کلیزه کې بي بي سي ته وویل: زما ډلګۍ زما خپل ملګري و، په ګډه مو دا کار وکړ.

دا ډله چترۍ کې له غرونو ور کوزه شوه، کوز یې سکي وکړه، په درو کې یې وځغښتل او له یخ وهلو سیندونو تېره شوه.
له هغه وروسته روننبرګ او ملګري یې اورګاډي کې سپاره شول او باروت یې بټۍ کې کېښودل او خپل کار یې وکړ.
هغه وویل: موږ ټولو ویل چې دا له ستنېدو پرته سفر دی.
له چاودنې وروسته دې سړیو په تلمارک کې ۳۲۰ کیلومتره سکي وکړه چې د ناروې ګاونډي سوېډن ته ورسېږي.
هغه هم په داسې مهال چې ۳۰۰۰ جرمن سرتېري یې د نیولو لپاره ور پسې و.
روننبرګ په عجیبه موسکا سره دا پېښه د د اونۍ وروستۍ خور اښه سکي چې زه یې تل یاد لرم.
دا عملیات او ورپسې کال د امریکا هوايي برید سبب شو چې جرمنان له خپل پروګرام شاته شي.
دا داسې عملیات و چې د دویمې نړیوالې جګړې د شنډولو تر ټولو بریالي عملیات بلل کېدل.
سره له دې چې د دې عملیاتو په هکله ډېر کتابونه ولیکل شول، مستندونه یا ډاکومېنټرۍ او فلمونه جوړ شول، خو روننبرګ یې په هکله غږېدلو سره لېوالتیا نه درلوده.
هغه په ۱۹۷۰ کلونو کې هغه مهال خپله چوپتیا ماته کړه، چې د جګړې پر خطر یې ځوانان پوهول.
هغه بچیان چې دا مهال لویېږي باید وپوهېږي چې موږ تل د سولې او ازادۍ لپاره چمتو و.








