څومره وړانګې مو وژني؟

د عکس سرچینه، Tanha
- Author, محمد تنها
- دنده, د جرمني مګدیبورګ پوهنتون د هستوي طب استاد
د راډیواکټیف وړانګو وژونکو اغېزو په تړاو په دوهمه نړیواله جګړه کې د جاپان پر هیروشیما او ناګاساکي باندې د اتومي بمونو له اچولو وروسته اندېښنو زور واخیست.
دا اندېښنې د امریکا د وخت ولسمشر آیزن هاور لخوا په پنځوسمه عیسوي لسیزه کې د سوله ییزې اټومي ټکنالوژۍ نړیوال پروګرام په پیل سره سوکه سوکه را کښته کېدې.
دې اندېښنو بیا ځلې هله زور واخیست چې په ۱۹۸۶ کال کې د وخت شوروي اتحاد لخوا د اوکراین چرنوبیل کې جوړې شوې هستوي بټۍ کې چاودنه را منځ ته شوه.
دې بټۍ په ټنونو راډیواکټیف مواد چاپیریال ته خواره کړي چې تر اوسه پورې د اروپا په اوبو، خاوره او آن خوړو کې په لږ یا ډېره کچه پیدا کېږي.
د چرنوبیل له پېښې وروسته په اروپا او ټوله نړۍ کې د وړانګو څخه ځان ساتنې او د هغو د عمل میکانیزم په اړه له پوهنتونونو څخه نیولې بیا ان تر رسنیو پورې ریپوټونه، بحثونه او شننې پیل شوې.

د عکس سرچینه، Getty Images
دې چارې په عام ولس کې دوه ډوله تفکر را منځ ته کړ.
یو هغه چې وړانګي یې مصؤونې او د بشریت په ګټه بللې او بله هغه ډله چې وړانګی یې مضرې او د بشریت په ضرر بللې.
په هستوي ټکنالوژۍ د خلکو باور یو ځل بیا هله کاواکه سو چې د ۲۰۱۱ په مارچ کې د جاپان فوکوشیما کې هستوي بټۍ یوې زورورې زلزلې او سونامي تر اوبو لاندې کړه.
د بټۍ سون توکو میلو په چاودلو سره چاپیریال ته یو ځل بیا تاوده راډیو اکټیف مواد خپاره سول.
که څه هم د فوکوشیما او چرنوبیل چاودنو تر منځ له تخنیکي اړخه خورا توپیر شته او د فوکوشیما هغه ترې ډېره مصؤونه وه خو بیا هم د عامو وګړو ترمینځ د وړانګو په اړه پوښتنو یو ځل بیا زور واخیست.
د فوکوشیما پېښې په لمړیو ورځو کې او ان بیا تر ننه پورې ګوګل ټرنډ ښيي چې د اټومي چاودنو، وړانګو، د وړانګو زیانونو او دې پورې تړلو موضوعاتو په اړه ګوګل کې لټون کله کله د پخوا په پرتله ان تر زرګونه ځله زیات شوی.
دا ښيي چې عام وګړي په دې اړه اندېښنه لري چې وړانګې د دوۍ له بدن سره څه کوي او د وړانګو کومه اندازه مضره او یا هم وژونکې ده.

د عکس سرچینه، Getty Images
دا پوښتنه کېدای شي هغه وخت ډېره درته مهمه وي چې یا کومې هستوي چاودلې بټۍ په شا او خوا کې ژوند کوئ او یا هم خدای مکړه په سرطان اخته یاست او د درملنې یوازینۍ لاره مو د وړانګو کارول وي.
وړانګې دوه ډوله وي.
یا آیونایز کوونکې وي لکه د الفا، بیتا بڅرکي او د اکس، ګاما وړانګې او یا هم غیر آیونایز کوونکې وي لکه نیوټرونونه او راډیويي څپې.
دواړه ډوله وړانګې له دوو سرچینو څخه راتلای شي چې یا به طبیعي سرچینې وي لکه کیهاني وړانګې یا کازمیک رېز، له خوړو، اوبو او داسې نورو منابعو څخه راتلونکې وړانګې او یا هم مصنوعي سرچینې لکه هستوي بټۍ او هستوي طبي سامان آلات.
د نړیوالې اټومي انرژۍ آژانس، د وړانګو څخه ځان ساتنې د څار اداره او له وړانګو څخه د ځان ساتنې نړیوال کمیسیون وړاندیز کوي چې یو عادي وګړی په کال کې باید له یو ملي سیورټ او د هستوي ټکنالوژۍ سره کارکوونکی وګړی په کال کې باید له ۲۰ ملي سیورټ څخه د وړانګو زیاته کچه وانخلي.
هستوي درملنه پدې محدودیت کې نه راځي. له طبي اړخه ایونایزکوونکې وړانګې پرچاپیریال او د انسان په بدن دوه ډوله اغېزې کوي.
یوه یې مستقیمه اغېزه او بله یې غیر مستقیمه اغېزه ده. مستقیمه اغېزه هله را منځ ته کېږي چې چاپیریال ته په ننوتلو سره وړانګې د هغه چاپیریال اټومونو کې له شته کولمب برېښنايي قوې سره عمل وکړي او په پایله کې اټوم آیونایز کړي.
غیر مستقیمه اغېزه هغه ده چې چاپیریال ته به ننوتلو سره وړانګې په چاپریال کې د د شته اوبو له هایډروجن سره د تعامل په ترڅ کې ازاد راډیکالونه تولید او په دې ډول ایونایزېشن را مینځ ته کړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د انسان بدن آن تر اتیا سلنه شا او خوا له اوبو څخه جوړ دی چې وړانګې بدن ته په رسېدو سره دواړه ډوله اغېزې را مینځه ته کولا شي.
که چېرې دا وړانګو کچه په بدن کې بېخي ډېره شي نو په لنډ او اږده مهال کې کولای شي بېلابېل سرطانونه را مینځ ته کړي.
جالبه خبره داده چې د وړانګو همدا ایونایزکوونکی خاصیبت بیرته بیا د سرطان د درملنې لپاره هم کارېږي.
اوس نو دا پوښتنه بیا را مینځه کېږي چې څومره وړانګې سرطان را منځ ته کوي او څومره یې له مینځه وړي.
لڼد ځواب یې دا دی چې په کال کې تر یو ملي سیورټ پورته وړانګو په اړه باید سطحي فکر ونشي.
په یو ځل ۴ سیورټه ډوز اخیستل کولای شي تاسو په دوو میاشتو کې له منځه یوسي.
۵ سیورټه مو په ۲۴ ساعتونو کې او ۱۰ سیورټه مو په دوه یا درې ساعتونو کې وژني.
د وړانګو دومره لوړه کچه یوازې د هستوي چاودنو او یا هم په بټیو کې د هستوي حادثو په پایله کې را مینځ ته کېدای شي.
د ډوز دا کچه او تخریبي وخت همداراز د وړانګو په واسطه د سرطان درمنلې لپاره د ډوز اندازه ستاسو بدن په بیولوژيکي جوړښت، د سرطان په کتله، ډول او په بدن کې د هغې په ځای پورې تړاو لري.
د بدن بېلابېل غړي د وړانګو په وړاندې بېلابېل غبرګون ښيي چې دې ته د غړو حساسیت کچه وايي.
عام نظر دا دی چې که څوک هستوي صنعتي مرکزونو ته څېرمه اوسي نو د وړانګو کلنۍ کچه یې لوړه ځي او کېدای شي په سرطان د اخته کېدو امکان یې زیات شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
خو څېړنې ښيي چې د سکرو بټۍ او نورو کیمیاوي او بیولوژيکي توکو تولیدي کمپنۍ د هستوي بټۍ یا هستوي صنعت بلې برخې په پرتله چاپیریال ته ډېرې وړانګې خپروي.
لامل یې دا دی چې له یوې خوا له هستوي تائسیساتو پرته نور تائسیسات له وړانګو څخه ځان ساتنې هغومره حساس او کلک میکانیزم نلري او له بلې خوایې کارکوونکي د وړانګو ضرر او کنټرول پر وړاندې هغه لازم پوهاوی نلري چې باید ویې لري.
ځکه نو په غیر ارادي ډول په بېلابېلو میکانیزمونو چاپیریال ته وړانګې ورڅخه خپرېږي او یا هم کېدای شي تجارتي لابيګرۍ د دې لامل وي.
د آیونایز کوونکو وړانګو له ډلې الفا تر ټولو درنه، چارج لرونکې، مضره او شدیده آیونایز کوونکې وړانګه ده.
د اکس وړانګې تر ټولو کمې آیونایز کوونکې دي، له ښه مرغه د کاغذ یوه پاڼه کافي ده چې د الفا د تېردو مخه ونیسي او د ګاما او اکسرې لپاره بیا څو ملي مټره سروپ او کانکرېټ دېوال پکار دی چې مخه یې ونیول شي.
الفا تر پوستکي نشي تېرېدای نو که چېرته د الفا منبع د خولې او بدن کې نورو سوریو دلارې بدن ته نه ننوځي په چاپیریال کي یې شتون ډېر د تشویش وړ خبره نده.
خو د ګاما چینو لکه سي ټي سکن ماشین او اکسرې ماشینونو سره د کار پر مهال مصؤونیتي او حفاظتي چارو ته پام کول ضرور دي.
له بده مرغه د افغانستان د عامې روغتیا وزارت او نورو اړونده ادارو رپوټونه او سروېګانې ښيي چې دې هېواد ته نژدې ۵۰ سلنه د وړانګو راوړل شوي ماشینونه یا قاچاقي راغلي یایې د جواز اخیستلو رسمي پړاوونه ندي وهلي او یا هم تخنیکي ستونزې لري.
رپوټونه دا هم وايي چې د دغو ماشینونو نژدې ۷۰ سلنه چلوونکي راډیولوجیسټان مسلکي زدکړې نلري او د نړیوالو معیارونو له مخې د وړانګو څخه ځان ساتنې کلني ټرېننګونه یې ندي اخیستي.
د بایر کمپنۍ یو رپوټ لیکي چې په کابل کې یوازې یو داسې راډیولوجیسټ شته چې په نړیوالو معیارونو برابرې زدکړي یې کړي او هغه هم په کابل کې د فرانسویانو په روغتون کې کار کوي.
پداسې حالت کې باید مراجعین او ډاکټران ډېر پام وکړي تر څو د اشدضرورت څخه پرته د سي ټي سکن او اکسرې معایناتو څخه مخنیوی وشي.
همداراز له طبیعي چینو څخه راتلونکو وړانګو ډېرې اخیستنې مخنیوي په پار د تهکویانو او بندو کوټو کم کارول او په منظم ډول یې لږ تر لږه د ورځې یو ځل د هوا بدلون په پار کړکۍ او دروازې پرانیستل، کم لمر ته ګرځېدل، د ګرد پيک والا خولۍ په سرکول او د لمر ضد کریم کارول اغېزمن تمامېدای شي.
په ټوله کې که یې را لنډه کړو وړانګې یو پټ دښمن او دوست کېدای شي چې ډېر ورسره پاته کېدل مو په سرطان اخته کوي او که اخته شوی بیا به مو بېرته همدا وړانګې درملنه کوي.











