ایران د هستوي بټۍ جوړولو راپور رد کړ
ايران د يوې مخالفې ډلې هغه راپور چې ګواکې دغه هېواد د دماوند په غرونو کې تر ځمکې لاندې يوه پټه هستوي بټۍ جوړوي، رد کړی دی.
د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند عباس عراقچي د جمعې په ورځ دغه راپور رد کړ او دا يې يوازې اوازې وبللې.
د پنجشنبې په ورځ ايراني چارواکو د يوه کان په تړاو د يوه پلان خبر ورکړ چې په دغه کې به د دماوند په غرونو کې د څو تونلونو وېستل هم شامل وي.




