جاپان د اټومي بټۍ لپاره څارونکي ګوماري
د جاپان حکومت د فوکوشیما اتومي بټۍ د پاکولو د څار لپاره لوړپوړي چارواکي ګوماري.
په دغې بټۍ کې څو ورځې وړاندې د لوړې کچې رادیو اکتیف اوبه ځمکې ته زیم شوې وې.
د سوداګرۍ او صنایعو وزیر توشیمیتسو موتیګي وویل، نوموړی د دغو عملیاتو د څار لپاره یوه ځانګړې عملیاتي ډله جوړوي.
نوموړي د اوبو د زېرمتونونو لا نوره پلټنه وغوښته او امر یې کړی چې دغه ذخیرې باید په ښه ډول ورغول شي.




