ترکیې ته د پوتین سفر او د انقرې اټومي هڅې

د عکس سرچینه، EPA
د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین ترکیې ته تللی دی. دا تر بیا ځلي ولسمشر کېدو وروسته د نوموړي لومړنی بهرنی سفر دی.
درې کاله وړاندې چې ترکیې روسۍ الوتکه نسکوره کړه؛ د دواړو هېوادونو اړیکې خړې شوې.
د ترکیې او روسیې مشرانو وغوښتل او ویې کولی شول خپلې اړیکې عادي حالت ته وګرځوي.
د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو عادي کېدلو لامل ګډې ګټې وې؛ د اروپا د انرژۍ بازار ته د لاسرسي لپاره ترکیه د روسیې لپاره ډېره مهمه ده.
د مسکو او انقرې ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر ښه کېدا بحثونه ترکیې ته د پوتین د سفر برخه ده.
روسیه پخپل قلمرو کې د کریمیا د ور ګډولو، له اوکراین سره د نښتو او همدارنګه په برتانیا کې پر جاسوس د زهري ګازو د کارولو د تور له امله د امریکا او لوېدیځ له لوري تر بېلابېلو فشارونو لاندې ده چې دغه فشارونه ورځ تربلې سختېږي.
ترکیې هم د رجب طیب اردوغان د ولسمشرۍ پر مهال له لوېدیځ او اسراییل سره ډېر واټن اخیستی او پر ځای یې د ایران او روسیې نږدېوالي ته لېوالتیا ښودلې ده.
ښاغلی اردوغان د بشاراسد د واکمنۍ له سرسختو مخالفانو و، خو په وروستیو میاشتو کې د ښاغلي اسد پر واکمنۍ د نوموړي چوپیتا له اسراییل او لوېدیځ سره د ترکیې د اړیکو درز لا پراخ کړی دی.
روسیې ته د ترکیې نږدې کېدا او د بشار اسد په اړه د اردوغان د نظر یاد بدلون د دې لامل شول چې سوریه او روسیه د سوریې په خاوره کې د ترکیې پر پوځي عملیاتو سترګې پټې کړي.
ترکیه اوس د سوریې په خاوره کې د عملیاتو د پراخولو خبره کوي، خو وبه کتل شي چې روسیه تر کومه بریده د ترکیې مخته تګ زغملی شي.

د عکس سرچینه، AFP
د ترکیې اټومي هڅې
ترکیې ته د ښاغلي پوتین په سفر کې به د دغه هېواد اټومي پروژه، چې ۳ اټومي بټۍ پکې دي، هم پرانیستل شي.
فرانسه، چین او جاپان به هم په راتلونکي پړاو کې د ریاکټورونو په جوړونه کې رول ولوبوي.
ترکیې له تېرو څلوېښتو کلونو د اټومي پروګرام لرلو لپاره لاس پښې وهلي، خو د بېلو لاملونه له مخې یې هیله پوره شوې نه ده. خو اوس وايي، د انرژۍ اړتیا د پوره کولو او اقتصادي عوایدو لپاره پر خپل اټومي پروګرام ډېر حساب کوي.
اوس نو د اسراییل لپاره هم وضعیت ډېر حساسېږي، ځکه چې پر ترکیې سربېره متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان هم د اټومي پروګرام لرلو ته مټې بډ وهلي دي.
اسراییل په تېر کې هم د عربي هېوادونو عراق او سوریې پر اټومي کېدو غبرګون ښودلی و او د پوځي فشارونو پر مټ یې د هغوی مخه نیولې وه.
د ایران اټومي پروګرام هم له کلونو د اسراییل لپاره سر درد جوړ کړی دی.
د اټومي کېدو پر لور د ترکیې خېز او سعودي عربستان لېوالتیا امریکا ته له ننګونې خالي نه دي.
د ترکیې له اټومي پروګرام سره هر ډول مخالفت او د سعودي عربستان د اټومي پروګرام په اړه شنه څراغونه به د امریکا او ترکیې ترمنځ د اړیکو پړسوب لا زیات کړي.
د انقرې او واشنګټن اړیکې په ترکیې کې د ناکامې کودتا، په سوریه کې د ترکي ځواکونو د ښکېلتیا او له مسکو سره د اړیکو د غوړېدا له امله وار له مخه خړې پړې دي.
د ایس ۴۰۰ وسلو پېرل
ترکیه چې په ناټو سازمان کې د امریکا له پخوانیو ملګرو ګڼل کېږي، اوس له روسیې څخه د هوايي دفاع د پرمختللو وسلو ایس ۴۰۰ د پېرلو لټه کوي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو څو اونۍ وړاندې وویل، هېواد یې د هوايي دفاع پرمختللو وسلو ته اړتیا لري، خو د ناټو ملګري یې پرې حتی عادي وسلې هم نه پلوري.
د هغه په ټکو انقره اړه ده له هرې ممکنې لارې خپله اړتیا پوره کړي.
ترکیې ته د وسلو پېرلو لپاره د روسیې پرانیستی بازار، پخپله د ناټو لپاره د خطر زنګ دی ځکه چې د دغه سازمان یو غړی هېواد له مخالفې ټلوالې سره د نږدې کېدو په حال کې دی.
له بلې زاویې، ترکیې ته د روسیې د هوايي دفاع د پرمختللو وسلو لېږدېدل، له فني او نظامي اړخه ناټو ته کار پېچلی کوي.
په زړه پورې ټکی دا دی: سره له دې چې روسیه پوهېږي ترکیه د ناټو سازمان غړې ده، خو بیا هم غواړي خپلې پرمختللې وسلې ور ولېږدوي.
روسانو دغه ګام ښايي د ترکیې په اړه تر اوږدمهالې ارزونې وروسته پورته کړی وي، ځکه چې ترکیه ورځ تر بلې له امریکا او غرب څخه لیرې کېږي او مسکو غواړي پام یې د ځان پر لور کړي.









